د معلوماتو له مخې تر ۲۰۱۹ کال پورې یوه لسېزه کې کاري ځواک کې د ښځو ونډه له پنځلسو تر ۲۲ سلنې لوړه شوې وه.
خو د طالبانو لخوا د لګېدلو محدودیتونو له کبله اوس افغانستان کې پر کار د بوختو ښځو شمېر ۱۵ سلنه راټیټ شوی.
واګ ته د طالبانو تر رسېدو وروسته اوس داسی ډیر لږ لیدل کیږي چې دا ډله دې ښځو ته اجازه ورکړي څو په دولتي ادارو او یو شمېر نورو برخو کې دندې تر سره کړي.
خو ځینې د ګوتو په شمار هغه ښځې او انجونې چې په دولتي ادارو کې دندې هم لري کارځایونه يې جلا دي او له ډول ډول محدویتونه سره مخ دي.
که څه هم افغان میرمنو او نجونو په وار وار د خپلو دغو حقونو د ترلاسه کولو په پار واټونو ته راوتلي او د کار، زده کړې او ازادۍ تر نامه لاندې د شعارونو په ورکولو سره په لاریونونو يې لاس پوری کړی خو نه یواځې دا چې د طالبانو په دریځ کې يې کوم بدلون نه دی راوستی بلکې په ډیری داسې مواردو کې د لاریونونو مخه يې هم نیول شوې.
خو له دې ټولو موضوعاتو ور اخوا یو شمېر افغان ښځې او انجونې په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ وروسته افغان ښځو او انجونو هغه ځای چې په تېرو شلو کلونو کې په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو کې په ټولنه کې تر لاسه کړي وو له لاسه ورکړي او په کور کېنول شوي دي.
دغه شمېر افغان ښځو او انجونو له اس بي اس راډیو په خبرو کې وویل، په دولتي ادارو کې د ښځو پر حضور د طالبانو سخت دریځ غوره کول دا جوته کوي چې دوی هیڅکله هم ښځي نه مني او له دې لارې غواړي پر نړیوالو فشار راوړي.
پدې اړه بشپړ رپوټ واورئ.



