طالبانو له افغان میرمنو کومې ازادۍ اخیستي؟

Afghan Women

Source: Fardin Waezi, UNAMA

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته لسګونه داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغان ښځو ژوند يې تنګ کړی دی, ولې پوښتنه داده چې له ميرمنو کومې ازادۍ اخيستل شوي؟


له تېرو نږدې ۱۰ مېاشتو راهیسې چې وسله والو طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، حکومت يې تر دې دمه د ښځو او انجونو په اړه لسګونه داسې فرمانونه، احکام او توصیې صادر کړي چې له امله يې په دغه هېواد کې د انجونو او ښځو پر ازادیو او ژوند يې کمساری اغېز کړی دی.

که څه هم د میرمنو په اړه د وسله والو طالبانو له لوري په دغه موده کې د خپرو شویو فرمانونو دقیق شمېر نه دی معلوم خو د ځینو باوري سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده او د امر بالمعروف وزارت په ګډون د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت له لارې شاوخوا ۲۷ فرمانونه او لارښوونې خپاره شوې، چې په یو شمېر انجونو او میرمنو يې په افغاني ټولنه کې د تعلیم، تحصیل، کار او د ازاد او ټولنیز ژوند کړۍ پرې تنګه کړې ده.

په دې رپوټ کې مو د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې هغو مهمو فرمانونو ته لنډه کتنه کړې چې دغې ډلې له افغان میرمنو او انجونو څه ډول ازادۍ اخیستي او کوم محدودیتونه يې پرې لګولي دي.

طالبانو له تېرو نهو مېاشتو راپدیخوا د انجونو زده کوونکو او ښوونکو پر وړاندې له شپږم ټولګيو پورته د ښوونځیو دروازې وتړلي چې په تړاو يې بار بار ژمنه کړې چې په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي ـ هغه څه چې د اوږدې مودې په تېریدو تر اوسه هم نه دی صادر شوی.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنیدو وروسته د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګي هم جلا کړل.

تفریحي ځایونو ته يې د نارینو او ښځینه لپاره ورځې وټاکلي.

دغه شان دې ډلې د ښځو پر سفر له محدودیت وروسته په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له لوري تایید شوی د حجاب له جبرې کولو وروسته د ټلویزیونونو د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ پټول هم جبري کړي دي.

پوښته دا ده چې پر افغان میرمنو د طالبانو محدودیتونه به ترکله داوم وکړي او له دې محدودیتونو څومره افغان میرمنې راضي او کوم اندازه هغه يې پرې نیوکي لري؟

په دې ډله کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دې لړۍ داوم ته په اندیښنې سره وايي، ورځ تر بلې پر افغان ښځو او انجونو د بندیزونو زیاتول به نه یوازې دا چې د ښځو او انجونو راتلونکي تیاره کړي د هېواد په کچه سیاست او اقتصاد ته به هم نه جبرایدونکی زیان واړوي.

د دوی په باور وسله وال طالبان پر افغان میرمنو او انجونو، په فشار راوړلو سره هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې باج واخلي.

تاسې پدې اړه بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
طالبانو له افغان میرمنو کومې ازادۍ اخیستي؟ | SBS Pashto