مینی پاډ: دویمه برخه| کال ات اډې (call it a day)| هغه کلمې چې موږ یې کاروو

FINAL_Word We Use  Thumbnail (1).jpg

When we say call it a day, we mean to stop working on something, usually because you’re tired.

تل د انګلیسي ژبې یو نوی عبارت زده کړئ ترڅو ستاسو خبرې طبیعي او په زړه پورې ښکاره شي. د (Words We Use) یوه دوه‌ژبنۍ لړۍ ده چې پدې پاډکاسټ کې تاسې ځینې نوي انګلیسي اصطلاحات لکه (call it a day) زده کولی شئ. نور مالومات دلته واورئ.


Call it a day اصطلاح مو کله اورېدلې ده؟

د دې اصطلاح ريښه له پخوانۍ اصطلاح “call it half a day” څخه راغلې ده ، چې د ۱۸۳۰مو کلونو په شاوخوا کې کارېدله، هغه مهال کله به چې کاریګر د ورځې له پای ته رسیدو مخکې کور ته تلل. د ۱۹۱۹ کال تر شاوخوا پورې، دا لنډه بڼه یې ، يعنې call it a day، ډېره عامه شوه، يعنې کار بس کول او د ورځې پاتې برخه کې کار نکول. ورو ورو دا اصطلاح د "let’s finish now" د يوې نرمې او عادي طريقې په توګه کارېده.

دا اصطلاح تاسې هرځای اوریدلی شی د مثال په ډول د یوې اوږدې کاري ورځې د پای ته رسولو وروسته:

  • We’ve had a lot of meetings. Let's call it a day.

او همدارنګه کله چې يوه پروژه پای ته رسېږي نو دا اصطلاح کارولی شی:

  • I’ve been gardening all morning. I’m ready to call it a day.

په عادي یا غیر رسمي حالاتو کې، کله چې غواړې کوم کار بس کړئ یا کار ودروی نو ویلی شی:

  • Have you played enough basketball? Ok, let’s call it a day, then.

کله چې ستړی وي نو هم کولی شی دا اصطلاح وکاروی او ووایئ:

  • I’ve been cleaning the house all morning — time to call it a day.

نن سبا دا عبارات د بېلابېلو حالاتو لپاره کارېږي.

نور مالومات په پوډکاسټ کې واورئ.

دا پاډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now