]A Piece of cake ښايي مخکې مو هم اورېدلی وي. اصلي مانا یې د کيک يوه ټوټه ده، خوږه، نرمه، او د خوړلو لپاره ډېره آسانه.
خو په انګلیسي کې چې څوک وايي "دا خو piece of cake دی"، مطلب يې دا وي چې دا کار ډېر اسانه دی. ساده، چټک، او بې له کوم فشار څخه ترسره کیدای شي.
د دې اصطلاح اصلي کیسه هم ډېره زړهراښکونکې ده. دا د "cakewalk" له يوې پخوانی نڅا څخه راغلې ده، چې د امريکا په سویلي ايالتونو کې پيل شوې وه.هغه مهال افريقايي الاصله امريکايان، چې د غلامانو او وینځو په توګه نیول کیدل، دا نڅا يې د کرنيزو ځمکو د خاوندانو د یوډول نڅا نقلولو لپاره کوله.چې په پایله کې به د نڅا ګټونکی يوه د کيک ټوټه ګټله.
نو همداسې د وخت په تېرېدو سره "piece of cake" داسې شي ته یا هغه کار ته ویل کیدل چې ډېر آسانه او په خورا آسانی ترسره شي.
نن سبا دا عبارات د بېلابېلو حالاتو لپاره کارېږي.
When replying to someone and wanting to say yes, that’s easy.
- Sure. It’s a piece of cake.
This phrase is very useful when talking about everyday tasks:
- Folding laundry? Honestly, piece of cake for me, but my brother finds it more difficult!
You can also use it at work or school:
- That quiz last week? Oh, total piece of cake. I got every question right.
Use it to encourage or reassure someone that something’s easy.:
- Go on, try it, you’ll see, it’s a piece of cake!
Use it in challenging situations to show something’s not too hard:
- Climbing that hill? Piece of cake!
You can also use it to describe things that aren’t literal but still easy or simple:
- Solving mysteries? He makes it look like a piece of cake.
نور مالومات په پوډکاسټ کې واورئ.
د انګلیسي ژبې د زده کړې نور پوډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.


