مینی پاډ: پنځمه برخه| پرې ویده شئ | هغه کلمې چې موږ یې کاروو

FINAL_Word We Use  Thumbnail (4).jpg

In 1519, King Henry VIII of England said he would “sleep and dream on the matter” before making an important decision.

تل د انګلیسي ژبې یو نوی عبارت زده کړئ ترڅو ستاسو خبرې طبیعي او په زړه پورې ښکاره شي. د (Words We Use) یوه دوه‌ژبنۍ لړۍ ده چې پدې پاډکاسټ کې تاسې ځینې نوي انګلیسي اصطلاحات لکه (sleep on it) زده کولی شئ. نور مالومات دلته واورئ.


Sleep on it دا اصطلاح لږ خندونکې ښکاري، که څنګه؟ که ټکي په ټکي یې وژباړو نو داسې ده لکه یو څوک د خپل خوب ځای کې یو شی واچوي او پرې ويده شې! خو په رښتيا کې دا معنا لري چې د پرېکړې کولو مخکې لږ وخت واخله لږ نور فکر هم پرې وکړه ،ویده شه یعنی تر سبا پورې انتظار وکړه، ترڅو بې‌ځايه پرېکړه ونه‌کړې.
دا اصطلاح ډېره پخوانۍ ده. لومړی ځل د ۱۵۱۹ کال په شاوخوا کې د انګلستان پاچا اتم هنري Henry VIII دا کارولې وه. هغه ويلي وو: "زه به پرې ويده شم او خوب به پرې ووينم" مخکې له دې چې يوه مهمه پرېکړه وکړي. هغه وخت هم خلک پدې پوهېدل چې ښه ويده کېدل ذهن روښانه کوي!

نن هم موږ دا اصطلاح ډیری وخت کاروو. مثلاً که څوک درنه وغواړي سمدستي پرېکړه وکړې، خو ته وخت ته اړتيا لرې، نو ويلای شې
  • I’m not sure. I’ll sleep on it and tell you tomorrow.
یا د خپل کار په ځای کې ویلی شی:
  • My manager wants an answer today, but I think I’ll sleep on it first.
په ورځنيو حالاتو کې هم دا اصطلاح په پراخه ډول کارېږي، مثلاً کله چې پرېکړه کوې چې سفر ته ولاړ شې که نه نو ویلی شئ
  • I’m not sure if I want to go hiking this weekend. Let me sleep on it.
دا اصطلاح د مشورې ورکولو پر مهال هم کارېږي
  • Don’t rush your choice — sleep on it and see how you feel in the morning.
نور مالومات په پاډکاسټ کې واورئ.

د انګلیسي ژبې د زده کړې نور پاډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service