تل د انګلیسي ژبې یو نوی عبارت زده کړئ ترڅو ستاسو خبرې طبیعي او په زړه پورې ښکاره شي. د (Words We Use) یوه دوهژبنۍ لړۍ ده چې پدې پاډکاسټ کې تاسې ځینې نوي انګلیسي اصطلاحات لکه (to be stuffed) زده کولی شئ. نور مالومات دلته واورئ.
To be stuffed په ظاهري یا که ټکي په ټکي وژباړو نو مانا یې دا ده چې یو کس ډېرخواړه وخوري او ځان دروند احساسوې. خو آسټراليايان اوبریتانویان دا اصطلاح د نورو معناوو لپاره هم کاروي .لکه د ستړيا، بی حوصلې ، يا ستونزو څرګندولو لپاره دا اصطلاح په پراخه ډول کاروي.
کله چې ډېر خوراک وکړې نو دا اصطلاح کارولی شې او ویلئ شی:
- I’m stuffed after that huge lunch!
دا اصطلاح هغه وخت هم کارولی شئ کله چې له ستونزې سره مخ شې:
- I’m stuffed if I don’t finish this report on time.
کله چې غواړې ووايې ته ډېر ستړی يا بېطاقته/بې حوصلې شوی يې نو ویلی شې:
- I’m stuffed after looking after my niece all day – she has so much energy!
کله چې يو شي خراب شي يا سم کار نه کوي نو دا اصطلاح کارولی شئ:
I dropped my phone and now it’s stuffed.
کله چې ډېر کارونه ولرئ او یا تر فشار لاندې وې نو کولی شئ ووایی:
I’m stuffed this week with all these deadlines.
.Listen to full series: Words We Use Pashto
نور مالومات په پاډکاسټ کې واورئ.
د انګلیسي ژبې د زده کړې نور پاډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.





