د انګلیسي ژبې یو نوی عبارت زده کړئ ترڅو ستاسو خبرې طبیعي او په زړه پورې ښکاره شي. د (Words We Use) یوه دوهژبنۍ لړۍ ده چې تاسو سره د داسې اصطلاحاتو په پوهېدو کې مرسته کوي لکه( to shout). نور مالومات دلته واورئ.
(To shout) تاسې دا اصطلاح تا خامخا اورېدلې ده، يعنې په لوړ غږ څه ويل. موږ ډېر کله د بېلابېلو دلايلو له امله په لوړ غږ خبرې کوو یا چغې وهووو کله کله د غصې، خپګان، يا د یو چا د خبرولو لپاره په زوره چغې وهو.
warn someone about something:
- The teacher shouted to quieten the class.
کله ناکله موږ د خوشحالۍ يا حېرانتيا له امله هم په لوړ غږ خبرې کوو، يا کله چې غواړو د خپل ټيم ملاتړ وکړو.
- I shouted when my team scored the winning goal!
خو دا اصطلاح نورې ماناوې هم لري.د مثال به ډول ځینې وخت دا معنا لري چې د بل چا د خوراک پيسې ورکړې — لکه چا ته کافي یا ډوډی واخلې.
- I’ll shout you a coffee.
- After the game, I shouted my mate a drinks.
يا کله چې يو څه ډېر څرګند پيغام ورکوي يا پرتاسې اغېز پرېږدي نو دا اصطلاح کارولی شی:
- Her dress really shouts confidence.
ځينې وخت to shout دا معنا هم لري چې چا ته تيلیفون وکړې.
- I’ll give you a shout later when I’m free.
.Listen to full series: Words We Use Pashto
په راډيو کې به ډېر وخت واورې چې د خپرونې ویاند د یو کس د زوکړې یا د خپرونې د ملاتړ په موخه غږ کوي نو دلته هم دا اصطلاح کاریږي.
نور مالومات په پاډکاسټ کې واورئ.
د انګلیسي ژبې د زده کړې نور پاډکاسټونه په اپل او سپوټیفای کې هم اوریدلئ شئ.





