د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې کار وکړئ او د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کړئ

Wagga Wagga

A single tree is seen within a Canola field in the NSW Riverina area near Lockhart, 80km west of Wagga Wagga. Source: AAP

د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې کاري فرصتونه ډير شوي او لويو ښارونو کې اوسيدونکي هڅول کيږي ترڅو لرې پرتو سيمو کې کار وکړي او کار کولو سره دوی کيدای شي د اسټراليا دايمي ويزې ترلاسه کړي.


د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې د ميشتولو ادره يا Regional Opportunities Australia له لويو ښارونو څخه لرې پرتو سيمو کې مهاجر او کډوال ميشتوي.

دا مهال د اسټراليا لرې پرتې سيمې يا دويم درجه ښارګوټي ډيرو کاريګرو ته اړتيا لري ترڅو کرنې او مالدارۍ ترڅنګ ځينو نورو مهمو برخو کې کار وکړي.

د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې ميشتولو ادارې يا ROA مشر ماهر مومند وايي، اوس يو طلايي فرصت دی ترڅو مهاجر او کډوال لرې پرتو سيمو کې کارونه ترلاسه کړي ترڅو وشي کولی د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کړي.

د ښاغلي مومند په وينا لرې پرتو سيمو کې په دومره شمير کاري فرصتونه تل نه وي ځکه د کرونا ويروس وبا وروسته بيا هم لويو ښارونو کې د کار موندل به ستونزمن وي.
Regional Opportunities Australia CEO
Source: Supplied
داسې اټکل کيږي چې که لنډمهاله يا Bridging  ويزو لرونکي لرې پرتو سيمو کې اوږدمهاله کار وکړي نو دوی کولی شي ترڅو د اسټراليا دايمي ويزه ترلاسه کړي.

د ښاغلي مومند په وينا د اسټراليا پارلمان يوه کميټه پر هغه پلان کار کوي ترڅو کډوال چې لنډمهاله ويزې لري هغوی لرې پرتو سيمو کې ميشت کړي او کار کولو وروسته ورته د اسټراليا دايمي ويزې ورکړي.

که چيرې دا قانوني بڼه غوره کړي نو بيا لرې پرتو سيمو ته زرګونه کډوال مخه کړي او هغه وخت کې کيدای شي کاري فرصتونه لږ شي.

اسټراليا کې دا مهال شاوخوا يو نيم ميليون کسان بې کاره دي.

داچې تاسې څنګه لرې پرتو سيمو کې کار ترلاسه کولی شئ او آيا دا کار به مو دايمي وي او که نه دا ټول مو له ښاغلي ماهر مومند څخه پوښتي چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service