Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د آسټرالیا په کلیو او کوچنیو ښارونو کې کار ګمارونکي د کارګرو په لټه کې دي، مګر په لویو ښارونو کې خلک له بیکارۍ شکایت کوي

A still from Broome's promotional video

د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال له یو میلیون څخه زیاتو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي‌ او د بیکارۍ کچه ۷،۵ سلنه ته پورته شوې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Lucy Murray, Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې اوسمهال له یو میلیون څخه زیاتو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي‌ او د بیکارۍ کچه ۷،۵ سلنه ته پورته شوې.


 کووېډ-۱۹ ناروغۍ پرمهال یو زیات شمېر آسټرالیایانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او د بیکارۍ کچه په تېرو ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره لوړ حالت ته رسېدلې ده.

د آسټرالیا د احصایې ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي‌ او د بیکارۍ کچه ۷،۵ سلنه ته پورته شوې.

 

سره لدې چې په آسټرالیا د کرونا وېروس د وبا پر مهال په سلهاوو زره کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او اټکل کېږي ترڅو یو زیات شمېر نور هم د روان کال تر پایه پورې بېکاره شي. د اس بي اس شبکې ته داسې معلومات په لاس ورغلي چې ښيي،  د اسټرالیا اطرافي او کلیوالې سیمې د کارګرو له کموالي سره مخ دي.

د آسټرالیا په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د نویو دندو لپاره اعلانونه بېرته زیات شوي او شمېر یې له کووېډ ۱۹ مخکې حالت ته رسیدلی. مګر په ښارونو کې د کارونو شمېر ډېر کم دی او کارګمارونکي د پخوا په پرتله کم شمېر نوي کسان په کار ګماري.

مهرباني وکړئ ، لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now