آيا د اسټراليا دويم درجه ښارګوټو کې کار کول غواړئ؟

migrant workers, regional Australia migrants,

Source: SBS

د کويډ ۱۹ وبا نږدې يو ميليون اسټراليايان بې کاره کړي او تر جون مياشت پورې به ټوله کې له لس سلنې ډير اسټراليايان بې کاره وي، بله خوا لویو ښارونو کې کار کم ولې اوس هم لرې پرتو یا دويم درجه ښار ګوټو کې کاري فرصتونه شتون لري. .


د کرونا ويروس وبا چې ټوله نړۍ يې د روغتيا او قتصاد له ستر بحران سره مخ کړي اسټراليا کې يې هم سلګونه زره کسان بې کاره کړي.

د اسټراليا دويم درجه ښار ګوټو يا سيمه ايزو سيمو کې اوس هم کاري فرصتونه شتون لرې کوم چې مهاجر او ک‌‌‌‌‌‌ډوال یې په اسانۍ ‌‌‌‌‌‌ډکولی شي.

د لويو ښارونو پر پرتله لرې پرتې سيمې د کرونا ويروس له ستر خطر څخه ‌‌‌‌‌‌ډیره کې بچ پاتې شوي.

اسټراليا کي یوه اداره کوم چې لرې پرتو سميو کاري فرصتونه برابروي د ROA په نامه یادیږي.

د ROA اداره له پخوا راهيسې د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې مهاجر او کډوال ميشتوي.

که چیرې کوم مهاجر یا ک‌‌‌‌‌‌ډوال لویو ښارونو کې په خپل خوښه کار نشي موندلی او یا د اسټرالیا دایمي ویزه نه لري هغوی لپاره ښه جانس دی ترڅو له کار سره دی دویم درجه ښارونو کې میشت شي.

یاده اداره اوس هم د ک‌‌‌‌‌‌ډولو او مهاجرو راجستر کولو  او میشتولو جارې پر مخ وړي..

د يادې ادارې مشر ماهر مومند په وینا، سره لدې چې د کرونا وبا ډيرې ستونزې پيدا کړي ولې اوس هم لرې پرتو سيمو کې کاري فرصتونه شتون لري.

د ښاغلي مومند په وينا که د اسټراليا لويو ښارونو کې مهاجرو او  کډوالو د کرونا ويروس له وجې يې خپل کار له لاسه ورکړی وي او غواړي د اسټراليا دويم درجه ښارونو کې په بيلابيلو برخو کې کار وکړي نو د ROA دفتر او ويبپاڼې له لارې دې ځان راجسټر کړي ترڅو ورته د کار کولو زمينه برابره شي.

د ROA ادارې تر دې دمه سلګونه کسان لرې پرتو سيمو کې ميشت کړي.
 Mahir Momand
Source: Supplied
اس بي اس پښتو خپرونې د ROA ادارې له مشر ماهر مومند سره لرې پرتو سيمو کې کاري فرصتونو په اړه مرکه کړې چې تاسې لا نور معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service