د ایډز نړیواله ورځ: ایډز څه ډول ناروغي ده او څومره کسان په اچ ای وي ویروس اخته دي؟

Red AIDS Awareness Ribbon on Woman’s Chest

د ایډز نړیوال ورځ هر کال د ډسمبر د میاشتې په لومړۍ نېټه نمانځل کېږي. Source: Moment RF / sellyhutapea/Getty Images

ایډز یوه نړیواله پېژندل شوې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۴۰ میلیونه کسان پرې اخته دي. د ایډز نړیواله ورځ هر کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي.


ایډز یوه نړیواله پېژندل شوې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په میلیونهاوو کسان پرې اخته دي.

د ایډز ناروغۍ لومړۍ پېښه په ۱۹۸۱ کال کې ثبت شوې ده. د وخت په تېرېدولو سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو په شمېرې کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې له ۷۸ ملیونو زیات کسان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ایډز ناروغۍ اخته شوي.

په تېرو څلورو لسیزو کې شاوخوا ۳۵ میلیونه کسانو د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي خو لا تراوسه په ټوله نړۍ کې ۳۹.۹ میلیونه داسې کسان ژوند کوي چې په ایډز ناروغۍ اخته دي.

مهرباني وکړئ لا دېر معلومات په رپوټ کې واوروئ.

په دغه رپوټ کې د ایډز ناروغۍ په اړه عمومي معلومات شامل دي، د ځانګړې مشورې لپاره مهرباني وکړئ خپل فامیلي ډاکټر سره خبرې وکړئ.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now