مهم ټکي:
- د ایډز ناروغۍ لومړۍ پېښه په ۱۹۸۱ کال کې ثبت شوې ده.
- په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ لومړنۍ پیښه په ۱۹۸۹ کال کې ثبت شوې ده.
- له ۱۹۸۸ کال را پدېخوا د ډسمبر میاشتې لومړۍ نیټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې د ورځې په توګه لمانځل کېږي.
- په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې شاوخوا ۳۵ میلیونو کسانو د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایډز یوه نړیواله پېژندل شوې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په میلیونهاوو کسان پرې اخته دي.
د اچ آی وي (HIV) ویروس، د بدن د دفاعي سیستم د کمزورۍ لامل ګرځي. دغه ویروس په بشپړه توګه له منځه نه ځي خو د کنټرول وړ دی.
د اچ آی وي (HIV) ويروس لرونکي ناروغان ځانګړې نښې نښانې نه لري خو دوامداره اسهالات، تبه او د وزن له لاسه ورکول یې په شکمنو نښو کې دي.

په اچ آی وي اخته ناروغ چې هر څومره ژر خپله درملنه پیل کړي په همغه اندازه يي درملنه او کنترول اسانه دی.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي مالومات ښيي چې په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې له ۷۸ ملیونو زیات کسان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ایډز ناروغۍ اخته شوي.
د هرې ورځې په تېرېدلو سره په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو په شمېرو کې زیاتوالی راځي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



