د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې په تېرو ۳۸ کلونو کې له ۷۵ میلیونو زیات کسان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په اېډز ناروغۍ اخته شوي.
اېډز یوه نړیواله پېژندل شوې ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې په میلیونهاوو کسان پرې اخته دي. دغه ناروغي د بدن د فاعي سیستم کمزوری کوي او په بشپړه توګه له منځه نه ځي خو د کنټړول وړ ده. په تېرو څو لسیزو کې شاوخوا ۳۲ میلیونه کسانو د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی خو لا تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۸ میلیونه داسې کسان ژوند کوي چې په اېډز ناروغۍ اخته دي. راپور همدا راز ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې څه کم دوه میلیونه ماشومان هم په اېچ ای وي ویروس اخته وو.
د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي، په افغانستان کې له ۷ زرو څخه ډېر افغانان په اېډز ناروغۍ اخته دي خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې په افغانستان کې په اېچ ای وي ویروس د اخته کسانو شمېرې له درې زره څخه کمې دي.
پدې اړه لا ډېر معلومات په راپور کې اوریدلای شئ.