سرطان څه ډول ناروغی ده، آیا په افغانستان کې يې درملنه شونې ده؟

World Cancer Day is observed on 4 February every year.

د معلوماتو له مخې هر کال په افغانستان کې په سرطاني ناروغیو تر ۴۰ زره کسان اخته کیږي چې له امله يې نیمايي هغه يې خپل ژوند له لاسه ورکوي. Source: Getty / Getty Images/Panuwat Dangsungnoen/EyeEm

افغانستان کې د سرطاني ناورغیو درملني لپاره روغتون نشته او دې برخه کې شته خدمات په نشته حساب دی.


له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي او خلکو ته له سرطان ناروغۍ څخه د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

دغه ورځ چې له ۲۰۰۶ م کال راپدېخوا لمانځل کېږي، په هغې کې د دې ناروغۍ په برخه کې د نورو څېړنو او د هغې د نورو درملنو په اړه بحثونه کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې نړۍ کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډیر شوی، چې ډیری د سږو، کولمې او معدې، ینې او سینې په سرطان اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د سرطان نوې پیښې ۷۷ سلنه زیاتوالي ومومي او ۳۶ میلیونو ته به ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې نړۍ کې د سرطان اټکل شوې پیښې ۲۰ میلیونه او مړېنه يې ۹.۷ میلیونه وه او په ۲۰۲۰ کال کې بیا د سرطان پیښې ۱۸ میلیونه اټکل شوي وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې چې د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی، وړاندوینه کړې، چې خورا پرمختللي هېوادونه به په راتلونکو ۲۵ کلونو کې د سرطان په پيښو کې تر ټولو لوی مطلق زیاتوالي تجربه کړي.

راپور کې راغلي، چې لږ پرمختللي هېوادونه کې به د سرطان د پیښو کچه تر دې هم لوړ وي چې ښايې د دوی په روغتايي سیستمونو ناوړه اغېز وکړي.

په دغه راپور کې د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د څارنې مرکز د مشر له قوله ویل شوي، تمه ده د نړۍ نفوس له اته میلیارده څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې نږدې لس میلیارده ته لوړ شي چې دا به د سرطان د نویو پیښو شمیر کې زیاتوالی راولی.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې تنباکو، الکول او چاغوالی په نړۍ کې د سرطان د پیښو د زیاتوالي عمده عوامل بلل شوي او د هوا ککړتیا د چاپیریال د خطر لوی عامل بلل کیږي.

مهرباني وکړئ لا ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now