د سرطان نړیواله ورځ: افغانان وايي، په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه ممکنه نه ده

world cancer day

د فبرورۍ څلورمه له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. Credit: world cancer research George Herald

د فبرورۍ څلورمه له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.د روغتیا نړیوال سازمان هر کال دغه ورځ د همدې ناروغۍ د عامه پوهاوي، تشخیص، مخنیوي او درملنې په هدف نمانځې.


د سرطان نړیواله ورځ له ۲۰۰۶ م کال راپدیخوا نمانځل کیږي، په دغه ورځ د سرطان ناروغۍ په برخه کې د نورو څېړنو او د هغې د نورو درملنو په اړه بحثونه کیږي.

د معلوماتو له مخې د زړه له ناروغۍ وروسته سرطان د نړۍ په کچه ترټولو ډېره وژونکې ناروغي بلل کیږي.

په افغانستان کې بیا په دې ناروغۍ یو شمېر اخته کسان په دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ د درملنې له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره کافي خدمات نشته.

دوی وايي، دمګړۍ په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه ممکنه نه ده او اړ دي چې د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now