د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي،افغانان په نړۍ کې د کډوالو لوي شمېر جوړوي

Afghan refugees forced to flee Pakistan.

Afghan refugees forced to flee Pakistan. Credit: Islam Gul Afridi

د جون میاشتي ۲۰ مه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.


د لومړي ځل لپاره د کډوالو نړیواله ورځ په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ۱۹۵۱ کال د کنواسیون د پنځوسمې کلیزې په خاطر ولمانځل شوه.

سږ کال دغه ورځ په داسې حال کې راځي چې د کډوالو ادارې یا( یو اېن ایچ سي آر) په خپل تازه راپور کې ویلي چې نړۍ کې د کډوالو شمېر په زیاتېدو دی او د راون کال تر می میاشتې يې شمېر ۱۲۰ میلیونو کسانو ته رسېدلی دی.

دغې ادارې ویلي چې دا تر ټولو لوی شمېر دی او د تېر کال په پرتله اته برابر زیاتوالي په کوته کوي.

راپور کې جګړه، تاوتریخوالی او طبیعي پېښې هغه لاملونه یاده شوي چې د کډوالو په شمېر کې يې زیاتوالی راوستی دی.

سږکال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا دا ورځ " په ټوله نړۍ کې د کډوالو د زړورتیا او قدرت ستاینې" په نوم یاده شوې.

ددغې ادارې د راپور پر اساس افغانان بیا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.

ددغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۷۴۱ زره افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او د افغان کډوالو ټولیز شمېر میلیونونو تنو ته رسېدلی دی.

لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now