د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو پاکستان ته په یوه وخت سفر ترسره کړی.
د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو په اسلام اباد کې کتلي او د یوه ساعت لپاره یې خبرې کړي.
دا لومړی ځل دی چې د سولې د خبرو تر درېدلو وروسته زلمی خلیلزاد له طالبانو سره ګوري. تراوسه پوري د امریکا د حکومت چارواکو او وسله والو طالبانو د دغې ناستې په اړه څه ندي ویلي.
پدې اړه لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.
شریکول





