د نوي کال ورځ له زرګونو کلونو راهيسې د نړۍ يو شمير هيوادونو کې لمانځل کيږي او ياده ورځ لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو فرهنګي ميراثونو ادارې يا UNESCO په کال ۲۰۰۹ کې په غير ملموسو فرهنګي ميراثونو کې ثبت کړه.
UNESCO ادارې ته د افغانستان په ګډون د هند، ايران، پاکستان، اذربايجان، ترکيه او تاجکستان هيوادونو يو ګډ غوښتليک وړاندې کړ ترڅو دا ورځ ميراثونو کې ثبت او نړيواله ورځ وګرځوي.
د نوي کال لمانځل په ډيرو مختلفو ډولونو ترسره کيږي چې ډيره کې دا ډولونه د هيوادونو او هم سيمو دودونو سره تړلي وي.
اسټراليا کې هم د نورو هيوادونو وګړو ترڅنګ افغانان ياده ورځ له بيلابيلو ميلو او غونډو سره لمانځي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې لومړي ځل لپاره ګڼ شمير افغانې ټولنې سره يوځای شوي ترڅو دا ورځ سبا (يکشنبه) له يو لړ مراسمو سره ولمانځي.

ښاغلی دور محمد اشنا د يادې غونډې يو له تنظيم کوونکو څخه دی، نوموړي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، د يادې ورځې لمانځل د کلتور ژوندی پاتې کيدل او هم د نوي نسل له خپل کلتور سره نږدې کولو لپاره ډير مهمه وي.
ښاغلی وايي، اسټراليا کې د نورو کلتورونو خلک ژوند کوي او هغوی خپل ملي او کلتوري ورځې لمانځي، افغانانانو لپاره هم مهمه ده ترڅو د نوي کال لمانځلو سره وشي کولی خپل ټولنه او کلتور مطرح کړي.
د افغانانو ټولنو لومړي ځل لپاره يوځای کيدل او د نوی کال لمانځلو په اړه مو له ښاغلي دور محمد اشنا سره مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.



