د پښتنو تر ټولو پخوانی دود جرګې پر مخ اچول دي چې لدې سره د پښتنو مسايل ډيره کې جرګو له لارې حل کيږي.
پښتنو ميشتو سيمو کې د ښځو جرګې رامينځته کولو غوښتنه داسې مهال کيږي چې قبايلې سيمې له خيبر پښتونخوا سره يوځای کيدو وروسته د ښځو حقونو پوهاوې برخه کې غوښتنې ډيرې شوې.
شمالي وزيرستان اوسيدونکی او د ښځو حقونو فعاله وفا وزير وايي، پښتو ښځو جرګې جوړول د اسلام او شرعيت په رڼا کې پر مخ اچول کيږي او لدې سره به قځې وشي کولی خپلې ستونزې د ښځو جرګې له لارې مطرح کړي.
بله خوا پيښور کې د ديني عالمانو او نورو فعالانو په يوه غونډه کې ټولو ګډونوالو د ښځو جرګو رامينځه کيدو ملاتړ کړی.
خيبر پښتونخوا سره د قبايلو يوځای کيدو وروسته د پاکستان قوانينو پلي کولو ترڅنګ د جرګو پر خپل ځای پاتې کيدو پر سر هوکړه شوې.
د وفا وزيرې په وينا، د نارينه لخوا د جرګو له لارې ډيره کې د هماغو نارينه يا سړيو مسايل حل کيږي او ډيره کې ښځې خپل مسايل يادو جرګو ته نه مخې ته کوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې موضوع ته کتنه کړې چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.



