ډاکټر عبدالغفار ستانکزی: ارزګان ولايت کې ترسره جنګي جنايتونو پيښو په اړه خلکو خپل شکايتونه له ما سره شريکول

Abdul Ghafar Stanikzai

عبدالغفار استانکزی، رییس پیشین کمیسیون حقوق بشر در ولایت ارزگان افغانستان Source: Supplied

د اسټراليا پوځ د تير کال نومبر مياشت کې يو بې ساری رپوټ خپور کړ په کوم کې چې د خپلو پوځيانو لخوا ادعا شوو جنګي جرمونو څخه يې پرده پورته کړه.


افغان جګړه کې د اسټراليا په ګډون ګڼو نورو بهرنيو هيوادونو له افغان پوځ ترڅنګ د القاعده او طالبانو په ګډون د نورو اورپکو خلاف جګړه وکړه.

دا مهال د افغان جګړې ماموريت د افغان پوځ په لاس کې دی او بهرني هيوادونه افغان پوځيان روزي او اړتيا وخت کې ورسره مرسته کوي.

افغان جګړې دوران کې د ځينو بهرنيو پوځيانو لخوا د ځينو جنګي جنايتونو ادعاوې شتون لري چې ځيني هيوادونه بيا د يادو ادعاوو پلټنه کوي.

د اسټراليا پوځ هم د خپلو ځانګړو ځواکونو لخوا افغانستان ماموريت کې د جنګي جنايتونو ادعاوو پلټنه وکړه او د يادې پلټنې لومړی برخه کې وموندل شوه چې ګومان کيږي ګڼ شمير بې ګناه افغانان د اسټراليايي پوځيانو لخوا وژل او ځورول شوي وي.

د اسټراليا د پوځ لوی درستيز د پلټنې لومړي رپوټ وړاندې کولو سره له افغانانو ژوره بښنه وغوښته او دا يې د اسټراليا پوځ تاريخ کې يوه توره ورځ وبلله.

د افغانستان ارزګان ولايت امنيت چارې د اسټراليا پوځ په غاړه وې او د اسټراليا جګړيز ماموريت دوران کې ډاکټر عبدالغفار ستانکزی ياد ولايت کې د افغانستان د بشر حقونو خپواک کميسيون مشرې په غاړه لرله.

Mr Stanikzai attending an event as provincial manager of the Afghan Independent Human Rights Commission
Mr Stanikzai attending an event as provincial manager of the Afghan Independent Human Rights Commission Source: Supplied

نومړي د ياد رپوټ خپريدو وروسته حيرانتيا څرګنده کړې او ويلي دي چې هغه مهال د عامو خلکو شکايتونه چې ډيره کې له پامه غورځول کيدل له پلټنې وروسته موندل شوي چې هغوی په حقه ول.

ښاغلی ستانزکی وايي، د هرې پيښې وروسته د هغوی دفتر له فورمو سره د پيښې ځای ته تلل او معلومات به يې بيرته له اسټراليايي ځواکونو سره شريکول.

د ښاغلي په وينا د ډيرو شکايتونو ځواب به داسې وه چې وژل شوي کس سره وسله وه يا پوځيانو تهديد وه نو ځکه وژل شوی.

د اسټراليايي ځواکونو لخوا ځواب به عامو افغانانو لپاره د منلو نه وه او هغوی به ډيره کې له پوځ او هم بشر حقونو له کميسيون څخه نا رضايتي ښودله.

ښاغلي ستانکزي له اس بي اس پښتو خپرونې سره داسې معلومات شريک کړي چې کيدای شي تاسو پخوا کله نه وي اوريدلي.

له ښاغلي ډاکټر ستانکزي سره مو د هغه سترګو ليدلی حال پوښتی چې تاسې دا ټول په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.

 

 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now