Coming Up Sat 2:00 PM  AEST
Coming Up Live in 
Live
Pashto radio

شاوخوا ۱۶۰ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره درې تنه افغانان آسټرالیا ته راغلي و، مګر اوسمهال په لسهاوو زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي

Western Australia,1896 Source: Outback Family History

افغانانو د اسټرالیا د ټرانسپورتي سیستم په جوړولو کې مهمه رول لوبولی، له همدې امله د دغه هېواد په تاریخ کې په ښه نوم یاد شوي.

افغانان په اسټرالیا کې شاوخوا ۱۶۰ کاله اوږد تاریخ لري. ځینې تاریخ پوهان وايي چې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي اسټرالیا ایالت ته رواستل شوي ترڅو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په جوړولو او د اسټراليا د بېلابېلو ښارونو او سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي. له ۱۸۵۹ م کال مخکې یواځې ۷ اوښان اسټرالیا ته راوستل شوي وو خو په ۱۸۶۰مو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه افغانان له یو شمېر اوښان سره اسټرالیا ته راوستل شوي.

Afghan Cameleers
په اسټرالیا کې اوښبه افغانان
ABC

اسناد ښيي چې په ۱۸۶۰ م کال کې له ۳ تنو اوښبه افغانانو سره ۲۴ اوښان هم اسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته هم د راتګ لاره پرانستل شوې او تر ۱۹۲۰م  کال پورې دغه هېواد ته د اوښبه افغانانو راتګ دوام پیدا کړی. له ۱۹۲۰ کال وروسته یو شمېر اوښبه افغانان بېرته افغانستان ته تللي ځکه هغوی ته اجازه نه ورکول کېده ترڅو خپلې کورنۍ اسټرالیا ته راولي او یو شمېر په اسټرالیا کې پاتې شوي همدلته یې له بومیانو او اروپایانو سره ودونه کړي.

اوښبه افغانانو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په رغولو کې مهمه رول لوبولی له همدې امله تر نن ورځې پورې له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی.

ځېنې اسناد ښيي چې په ۱۹۷۹م کال کې یواځې ۱۴۹ افغانان په اسټرالیا کې اوسیدل خو د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پرمهال یو ځل بیا زرګونه افغانان دې ته اړ شول ترڅو خپل هېواد پرېږدي او اسټرالیا ته کډه شي.

د اسټرالیا د احصایې ادارې آمار ښيي چې اوسمهال په اسټرالیا کې له ۵۰ زرو څخه زیات افغانان ژوند کوي چې په پښتو،دري او هزارګي ژبو خبرې کوي. د ۲۰۱۶ کال سرشمېرنه ښيي چې په یاد کال کې تر ټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې کې اوسېدل چې شمېر یې کسانو ته رسیده.

Blacktown Mosque
د سیډني ښار په بلک ټاون سیمه کې د افغانانو ترټولو لوی جومات
Facebook/ Afghan Community Support Association

لکه څرنګه چې افغانان خپل دین او کلتور ته ځانګړې احترام لري، له همدې امله د اسټرالیا هرې سیمې ته د افغانانو له وروتګ سره هلته د افغانانو ټولنو جوماتونه یا هم د عبادت لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کوي او کلتوري فعالیتونو ته یې هم دوام ورکړی.

 

Coming up next

# TITLE RELEASED TIME MORE
شاوخوا ۱۶۰ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره درې تنه افغانان آسټرالیا ته راغلي و، مګر اوسمهال په لسهاوو زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي 29/02/2020 08:43 ...
د آسټرالیا لږ پېژندل شوي او جالبه ترافیکي قوانین 04/05/2021 07:03 ...
د نن ورځې مهم خبرونه 04/05/2021 13:34 ...
اسټراليا کې افغان کډوال ۱۵ ځايه په چړو وهل شوی 02/05/2021 24:55 ...
پاکستان کې لکه هند د کوويډ-۱۹ خطرناکې څپې راتګ ويره ډيره شوې 01/05/2021 05:16 ...
د نن ورځې مهم خبرونه 01/05/2021 13:17 ...
د آسټراليا حکومت څخه غوښتل شوي ترڅو کورنيو کې جبري کنټرول هم د جرمونو په لېست کې شامل کړي 29/04/2021 08:42 ...
افغان اوښبه دوست محمد بلوچ څوک وه او ولې اسټراليا کې په خپل کور کې ووژل شو؟ 24/04/2021 08:53 ...
ولې د اسټرازينکا واکسين وينه لخته کوي او آيا د وينې لخته کيدل جدي ناروغي رامينځته کوي؟ 24/04/2021 24:28 ...
د پاکستان او افغانستان ترمينځ سوداګري نږدې دوه ميليارده ډالر کمه شوې 24/04/2021 07:45 ...
View More