پاکستان کې د افغان کډوال ښوونځيو تړلو ګونګوسې ډيرې شوي.
د افغان کډوالو ښوونځيو ځيني استادان له دندو ګوښه شوي او پر ځينو ښوونځيو مرستې بندې شوي.
بله خوا نړيوالو مرستندويو ادارو د ځينو استادانو ګوښه کولو غوښتنه کړې چي په هغې که له ۶۰ کلونو ډير عمر لرونکي استادان او ۱۲ ټولګي پورې زده کړې کچې استادان شامله دي.
د افغان ښوونځيو مشران وايي، د ښوونځيو استادان لرې کولو په بدل کې بايد استادانو سره مالي مرستې وشي.
د افغان کډوالو ښوونځيو مشران وايي، بهرني مرستندويه ادارې د استادانو لرې کولو بدل کې له هغوی سره مرسته نه کوي.
دا مهال پاکستان کې د افغان کډوالو ۱۰۴ ښوونځي شتون لري چې پکې ۶۰۴ استادان زده کړه ورکوي. افغان کډوالو ښوونځيو کې ۳۸۶ افغانان او بيا ۲۳۴ يې پاکستاني استادان دي.
پاکستان کې تر څلورم ټولګي پوري افغان زده کوونکو ته د پاکستان نصاب له مخه زده کړه ورکول کيږي.
پاکستان کې د افغان ښوونځيو مشران وايي، که تر روانې مياشتې ۲۵ نيټې پورې ددوی غوښتنه ونه منل شي دوی خپل ښوونځي بندوي.
اوس پاکستان کې افغان کډوالو ښوونځي د NGO ګانو لخوا چلول کيږي.
تاسو ته مو پاکستان کې د افغان کډوالو ښوونځيو مشرانو خبرې په رپوټ کې ځای کړي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.
د خيبر پختونخوا کي افغان کمشنري او دکډوالو د نړولي ادرے په مرسته باندے جوړ ۱۰۴ مکتبونو دبندالو ګوښ استاذنو له هعوي روستو ورکړي دي چه دوئي ته وائيلي شوي
دي دعيسے ۷۱ استاذان چه عمرنو يه ۶۰ کالو سيوا وي اويا دزدکړو سند دلاس ټولګي پوري له خپلو دهنددو لري کړي شي . په يادو مکتبونو کي ۶۱۴استاذان دي او ۴۵ زره زدکونکي په زدکړي ترسره کوي .




