د اسټرالیا هېواد شاوخوا ۸ زره ټاپوګانې لري، که چېرې تاسو هره ورځ له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړئ نو ۲۲ کاله وخت نیسي

Lord Howe Island

Lord Howe Island Source: Australian Traveller

د اسټرالیا هېواد اته زره ، دوه سوه او ۲۲ ښکلې ټاپوګانې لري کوم چې د دغه هېواد د اصلي وچې په شاوخوا کې پرتې دي.


که چېرې یو کس وغواړي ترڅو هره ورځ د اسټرالیا له یوې ټاپو څخه لیدنه وکړي نو شاوخوا ۲۲ کاله وخت نیسي ترڅو له ټولو ټاپوګانو څخه ليدنه ترسره کړي.

د اسټرالیا هېواد ډیری ټاپوګانې د اصلي وچې په شاوخوا کې پرتې دي خو ۷ داسې ټاپو ګانې دي چې له اصلي وچې ډېرې لرې دي، د بیلګې په توګه د کریسمس ټاپو د استرالیا له اصلي وچې  شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره لرې پرته ده او د اندونیزیا هېواد ته نېږدې موقيت لري.

همدا راز د نورفولک په نوم ټاپو له سیدڼي ښار څخه ۱۶۰۰ کیلومتره لرې پرته ده.

د اس بي اس پښتو راډیو هڅه کوي ترڅو تاسو ته د اسټرالیا د اوسیدونکو ، مهمو ځایونو او هم ځانګړتیاوو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندې کړي.

 د اس بي اس پښټو راډیو ویب پاڼې څخه همدا رنګه لا ډير رپوټونه اوريدلی شئ.

 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now