آيا د وينې هديه کول ګټه او يا تاوان لري؟

 blood donors

A man donates his plasma at the new Australian Red Cross Blood Service building at Town Hall in Sydney, Wednesday, June 1, 2011. Source: AAP

نړۍ ډير شمير هيوادونو کې د وينې ورکړه يا هديه کول يو له مهمو ټولنيزو مسوليتونو څخه ګڼل کيږي او زرګونه کسان هره ورځ وينه هديه کوي. سوال دا پيدا کيږي چې ايا د وينې ورکړه ګټه لري او که تاوان؟


اسټراليا کې ميشت برحاله ډاکټر رحمن شينواري سره مو د وينې ورکړې او يا نه ورکړې په اړه خبرې کړي او ځيني مهم طبي معلومات مو ترې راخيستي.

اسټراليا او نړۍ ځينو هيوادونو کې خلک دا ټولنيز مسوليت ګڼي ترڅو وينې بانکونو کې خپل وينه هديه کړي ترڅو هغه پر اړمنو کسانو وويشل شي.

کرونا وبا له امله اسټراليا کې د وينې ورکوونکو شمير لږ کيدو سره ملي کمپاين مخې ته واچول شو او اسټراليايان وينې ورکړې ته وهڅول شول.

ډاکټر رحمن شينواری وايي، د وينې ورکړه ګڼه لري ولې نه ورکړه يې هم روغتيا ته تاوان نه لري.

د ښاغلي په وينا، يو انسان خپل هديه کړې وينه په څو اونيو کې بيرته پوره کولی شي.

روغتونو کې وينه ډيره کې هغو کسانو ته ورکول کيږي کوم چې ډير بد روغتيايي حالت کې اوسي او د هغوی ژوندي پاتې کيدو لپاره وينې ته ډيره اړتيا وي، نو له همدې امله د وينې مرستې سره د بل انسان ژوند ژغورل کيدای شي.

له ډاکټر رحمن شينواري سره مو بشپړه مرکه کړې او ډير مهم معلومات مو مرکه کې ځای کړي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now