د پاچا خان پښتنو لپاره حق غوښتنې مبارزې ۱۰۰ کاله پوره شول

Abdul Ghaffar Khan (Pacha Khan)

پاچا خان،د پښتنو د حقونو مبارز Source: TNS

د پاچا خان خدايي خدمتګار مبارزې څخه سل کاله پوره شول ولې لا اوس هم ځيني پښتانه له بنيادي حقونو څخه بې برخې دي.


د خان عبدلغفار خان او ولي خان تلين په داسې حال کې لمانځل کيږي چې لا اوس هم پښتانه له کړاونو سره لاس او ګريوان دي او د پاچا خان ارمان لا ندی پوره شوی.

خيبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان په يوې جوړې شوې غونډه کې خپل وينا کې وويل،د پاچا خان له مبارزې څخه سل کلونه تير شول ولې هغه څه چې پاچا خان خپلو خلکو ته غوښتل هغه لا اوس هم ندي ترلاسه شوي.

ايمل خان د پښتنو د يووالی غوښتنه کوي.

د پاچا خان د مبارزې ۱۰۰ کاله پوره کيدو سره د عوامي نيشنل ګوند غړي وايي، دا په نړۍ کې بې ساری دی چې يوه مبارزه ۱۰۰ کاله دوام وکړي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي د تلين لمانځغونډې څخه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now