د قبايلو له خيبر پښتونخوا ايالت سره يوزای کيدو وروسته په سيمه کې د ځمکو پر سر شخړې ډيرې شوي.
دا شخړې نه يوازې د قبايلو اوسيدونکو ترمينځ پيدا شوي بلکې حکومت لخوا د ځمکو راجسټر کولو برخه کې هم ستونزې پر خپل ځای دي.
فرهاد افريدی پيښور کې بر حاله وکيل دی او د قبايلو نوو رامينځته شوو ستونزو په اړه يې خپل نظر له اس بي اس راډيو سره شريک کړی.
ښاغلي له اسلام ګل افريدي سره خبرو پر مهال وويل، دا مهال د قبايلو سيمو قومونو ترمينځ شخړې ډيرې شوي او ځيني يو بل پر وړاندې لښکر کښي کوي او وژنې رامينځته شوي.
د ښاغلي په وينا دا مهال د قومونو ترمينځ تر ټولو ډيرې ستونزې د ځمکو پر سر شخړې دي.
پخوا به جرګو د ځکمو پريکړې کولې ولې اوس د قوانينو له مخه پريکړې کيږي او ريکارډ له مخه د ځمکو ويش کيږي چې دې مسلې هم ډيرې ستونزې پيدا کړي.
دا او نور معلومات پدې ځانګړې مرکې کې واورئ.




