سره لدې چې پر حکومت ډير فشارونه اچول کيږي ترڅو بې کاره کسانو لپاره د جاب کيپرز پيسو مرسته جاري وساتي ولې حکومت وايي، اوس ددې وخت دی ترڅو کاروبارونه کار کوونکي سمبال کړي او ورته تنخوا ورکړي.
د اسټراليا خزانه دار جاش فردينبرګ وايي، داسې ډيرې پيښې رامينځته شوي چيرې چې يو کاروبار د کار کوونکو نه شتون سره بيا هم له حکومت څخه پيسې اخيستي.
د کرونا وبا رامينځته کيدو وروسته حکومت کاروبارونو ته پيسې ورکولی ترڅو خپل کار کوونکو ته يې ورکړي او هغوی په کار کې وساتي.
يعنې حکومت هر کار کوونکي ته چې کرونا وبا له امله يې کار له لاسه ورکاوه د مياشتې ۳۰۰۰ ډالر ورکول چې دا رقم اوس لږ راټيټ شوی ولې د روان کال مارچ مياشت کې بيا دا مرسته بشپړ ډول سره بنديږي.
ځينو کاروبارونو داسې کاريګرو لپاره له حکومت څخه پيسې ترلاسه کړي کوم چې زنداني شوي او يا هم داسې پيښې ثبت شوي چې يادې کمپنۍ کار کوونکی مړ شوی وه ولې بيا يې هم ورته په نوم پيسې اخيستل کيدې.
نور په رپوټ کې واورئ.



