- د نړۍ يو شمير هيوادونو د استرا زينيکا واکسين تطبيق چارې ځنډولې ولې اسټراليا او نيوزيليند هيوادونه بيا ياد واکسين خوندي بولي.
- د اسټراليا کوينزليند او نيو ساوت ويلز ايالتونو په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس کومه مثبت پيښه نده ثبت کړې، ولې دواړو ايالتونو کې د ځينو نوو پيښو رامينځته کيدو خطر شتون لري.
- د اسټراليا لومړي وزير څخه غوښتل شوي ترڅو خپل وروستيو څرګندونو په اړه بښنه وغواړي. لومړي وزير د ښځو حقونو لپاره راوتلو مظاهره کوونکو ته پيغام کې ويلي ول چې ښه ده په اسټراليا کې مظاهرو ترسره کولو وخت کې له مرميو سره نه مخ کيږي.
- د جاب کيپرز پيسو مرسته د روانې مياشتې په ۲۸ نيټه ختميږي، حکومت وايي اسټراليا کې ماليه ورکوونکي به تر سپټمبر مياشت پورې ۱۲ ميليارده ډالر لږه ماليه ورکړي او د هغوی عايد کې ډيروالی راځي.
دا او نور خبرونه لينک کليکاږلو سره واورئ.



