ولې وصيت ليک جوړول ډير مهمه دی؟

couple discussing will

Couple discussing will Source: Getty Images/skynesher

د ۲۰۱۷ کال د یوې څېړنې پایلې بیا ښيي چې ۵۰ سلنه کسان وصیت لیک نلري، پدې معنی چې له هرو ۲ کسانو څخه یو کس وصیت لیک نلري او فکر کوي چې د وصیت لیک درلودلو ته اړتیا نلري.


څېړنې ښيي ډېري آسټرالیایانو د وصیت لیک درلودلو ته ارښت نه ورکوي.

د ۲۰۱۵ کال د یوې څېړنې پر اساس یواځې هغه کسان چې عمرونه یې زیات دي او یا هم زیاته سرمایه لري، غواړي وصیت لیک ولري.

ولې کارپوهان وايي چې تاسو د یوه وصیت لیک درلودلو لپاره هېڅکله ځوان نه یاست او مهمه ده ترڅو وصیت لیک ولرئ.

دغه څېړنه د ډېکن پوهنتون د پروفیسور، اډم سټین په مشرئ ترسره شوې. ښاغلی سټین وايي، داسې معلومات یې موندلي چې ډیری خلک د غلطو باورونو له امله وصیت لیک جوړوي او فکر کوي که چېرې وصیت لیک ولري نو مړه به شي.

هغه وايي ځېنې خلک بیا فکر کوي چې کافي اندازه پیسې نلري نو له همدې امله د وصیت لیک درلودلو ته اړتیا نلري.

تاسو ته مو دې مهمې مسلې په اړه رپوټ چمتو کړئ چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now