د اسټرليا حکومت سوداګرۍ او پانګونې له لارې مهاجر جذبوي

Business visa

Source: getty images

اسټراليا کې د سوداګرۍ او پانګونې ويزو شمير دو برابر شوی او د اسټراليا حکومت غواړي ترڅو د اسټراليا اقتصاد ودې لپاره له بهر څخه لا ډيره پانګونه جذب کړي.


د اسټراليا حکومت ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو لپاره ۱۳۵۰۰ ويزې بهرنيو پانګوالو ته ځانګړې کړي.

په تيرو کلونو کې د پانګوالو جذبولو له لارې اسټراليا حکومت وشو کولی چې ميلياردونه ډالر استراليا ته راجذب کړي او لدې لارې له بهر څخه راغلو کسانو هم د اسټراليا ديمي ويزې ترلاسه کړي. 

د اسټراليا حکومت هغو کسانو ته د دايمي ويزې ورکړه اسانه کړې کوم چې استرااليا ته پانګونه راوړي او يا په اسټراليا کې کاروبار پرانستل غواړي.

اسټراليا کې د Business Innovation and Investment program پروګرام له مخه پانګوالو، نوښتګرو، او نوو کاروباريانو او يا هغه کسان چې کاروبارونو مهارت لري او تجربه لري هغوی ته اسټراليا ته راتګ زمينه برابروي.

دا پروګرام له ۲۰۱۲ کال راهيسې پر مخ اچول شوی او تر اوسه لدې پروګرام له لارې ۱۶ ميليارد ډالر د اسټراليا اقتصاد ګټه رسيدلې.

۲۰۱۲ کال راهيسې لومړي ځل لپاره حکومت د ياد پروګرام له مخه د ويزو طی مراحل کې بدلون راوستی.

دا او نور اړين معلومات مو پدې رپوټ کې ځای کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.

لا ډير معلومات له https://www.homeaffairs.gov.au څخه ترلاسه کولی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now