څنګه د تيږو پر سر دريدل او کب نيولو له خطر څخه ځان ژغورلی شئ؟

Check the weather before you go rock fishing

Check the weather before you go rock fishing Source: AAP/ Paul Miller

کب نیونه د آسټرالیا د ډېریو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د نارینه وو د خوښې فعالیت دی. هر کال له یو میلیون څخه زیات کسان د تیږو پر سر درېږي ترڅو ماهي ونیسي چې دغه کار ته په آسټرالیا کې راک فشنګ وايي. مګر له حالاتو سره نا آشنايي، د کب نیونکو د مرګ او ټپي کېدو لامل ګرځیدای شي.


خپاره شوي آمار ښيي چې له ۲۰۰۴ کال راپدېخوا نږدې ۲۰۰ کسانو د تېږو پر سر د کب نیونې پرمهال، د خطراتو په آړه د معلوماتو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د تېږو پر سر د کب نیونې پرمهال له ۷۵ سلنه څخه زیات قربانیان داسې کسان دي چې له آسټرالیا څخه بهر پیدا شوي او ۵۰ سلنه قربانیان یواځې داسې خلک دي چې په آسیايي هېوادونو کې پیدا شوي او بیا آسترالیا ته د بېلابېلو موخو لپاره راغلي.

د آسټرالیا د Surf life Saving ادارې عمومي مدیر شېن داو وايي، هغو کسانو چې د خپلو هېوادونو په آرامه اوبو کې کب نیونه کړې اوسي هغوي د آسټرالیا د ساحلونو له هوا سره بلدتیا نلري.

تاسو ته د تيږو پر سر کب نيونې په اړه ه معلوماتو ډک رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now