پخونی افغان پوځي سهيل ناصري چې له طالبانو سره يې مخامخ جګړه کې برخه اخيستې د بهرنيو ځواکونو وتلو وروسته د ويجاړی رامينځته کيدو ويره لري.
سهيل ناصري په کال ۲۰۰۹ کې کله چې هلمند ولايت يې دنده ترسره کوله ماين چاودنې سره يې خپل دواړه پښې له لاسه ورکړې.
ښاغلي ناصري له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبر پر مهال وويل، افغانستان کې معلولو پوځيانو ته هيڅ اسانتياوې شتون نه لري نو ځکه يې اسټراليا کې پناه واخيسته او دا مهال اسټراليا کې د کډوال په توګه ژوند کوي.

سهيل ناصري يو له هغو شپږ افغان سرتيرو څخه دی کوم چې اسټراليا ته انوکټس لوبو لپاره په کال ۲۰۱۹ کې راغلي ول او بيا له لوبو پای وروسته يې اسټراليا کې پناه واخيستله.
داچې ناصري اوس اسټراليا کې ارام او هوسا ژوند لري، ولې نومومړی د امريکا او ناټو پوځيانو ويستلو پريکړه غندي او دا يوه شرموونکې پريکړه ګڼي. د نوموړي په وينا امريکا او ملګرو هيوادونو يې افغانان په نيمه لاره کې پريښودل.
"افغانان له سخت وخت څخه تيريږي، هلته اقتصادي ستونزې دي، يتيمان او کونډې دي"
"هغوی له ناټو سره کار کولو دوران کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي او يا يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي ولې اوس دا ټول شاته يوازې پريږدي. امريکا او ناټو نه هغوی ته سوله راوسته او نه يې امنيت."

امريکا او ناټو لخوا د روان کال سپټمبر مياشت پورې خپل ټول پوځيانو ويستلو پريکړې سره به د هغوی تر ټولو اوږدمهاله يعنې شل کله جګړه پای ته ورسيږي.
جو بايډن ټلويزيوني وينا کې د خپلو پوځيانو ويستلو اعلان دوران کې وويل، افغانستان جګړه کې ۲۴۰۰ امريکايي پوځيانو او زرګونو افغانان وژل شوي.
ښاغلي بايډ وويل، امريکا په افغانستان کې خپل مقصد ترلاسه کړی او هغه جهادي ډلې يې ماتې کړي کومو چې پر امريکا د سپټمبر مياشت ۱۱ بريدونو کې لاس درلود.
سهيل ناصري وايي، امريکا له افغانستان څخه وتلو سره طالبانو ته لار هواروي ترڅو افغان حکومت له مينځه يوسي او قدرت ته ورسيږي.
" زه پدې کې شک نه لرم چې طالبان به بيرته نه راځي، هغوی به د سيمې استخباراتو په مرسته واک ته رسيږي او د سيمې استخباراتي ادارې به هغوی افغانستان کې بريالي کوي.
"کله چې مونږ طالبانو او دايش ډلې پر وړاندې مبارزه پيل کړه زمونږ موخه دا وه چې دوی به له مينځه وړل کيږي، ولې اوس مونږ ګورو چې امريکا او ناټو دوه سري ماران دي، مونږ د هغوی پر دوستی او دښمنی نه پوهيږو."
ښاغلی ناصري وايي، شل کاله افغانانو له ناټو او امريکا سره يوزای طالبانو پر وړاندې جګړه وکړه او زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ولې نن پرته له کومې سلامشورې او هم سولې دوی افغانان دايش او طالبانو ته سپاري.
سهيل ناصري دا مهال اسټراليا کې ژوند کوي او اسټراليا کې ورته نوې مصنوعي پښي لګول شوي ترڅو لس کاله وروسته بيرته پر پښو ګرځيدل پيل کړي.

د افغان سرتيرو ترڅنګ هغه ژباړونکي هم نا خوښ بريښي کوم چې له بهرنيو ځواکونو سره يې افغانستان کې کار کړی.
دا مهال له ۱۰۰۰ ډير افغان ژباړونکي او کورنۍ غړي يې اسټراليا ته راوستل شوي ولې ويل کيږي چې لا اوس هم ډير شمير يې افغانستان کې ژوند کوي او اسټراليا ته راتګ انتظار وباسي.



