ټولنیزې رسنۍ اوسمهال څومره کاروونکي لري او څه وخت یې په فعالیت پیل کړی؟

The logos of social media applications, Messenger, WeChat, Instagram, WhatsApp, Twitter, MeWe, Telegram, Signal and Facebook are displayed on an iPhone.

Facebook has hidden posts promoting diet products and cosmetic procedures to users under the age of 18 Source: Getty Images Europe

د ټولنيزو شبکو تاريخ او کاروونکو شمير ته ځانګړې کتنه.


پدې معلوماتي مرکه کې به دې سوالونو ته ځواب ومومئ:

ټولنیزې رسنۍ اوسمهال څومره کاروونکي لري او څه وخت یې په فعالیت پیل کړی؟

د آسټرالیا څومره اوسېدونکي خواله رسنۍ کاروي او په ځانګړې توګه د فیسبوک شبکې د کاروونکو شمېر څومره کسانو ته رسېږي؟

فیسبوک په یوه کال کې په سلهاوو میلیونه ډالره ګټه لري، د آسټرالیا حکومت له فیسبوک څخه څه غواړي او فیسبوک ولې په آسټرالیا کې د خبرونو خدمتونه بند کړي؟

که چېرې فیسبوک د تل لپاره د آسټرالیا رسنیو ته په فیسبوک کې د خبرونو خپرولو اجازه ور نکړي نو خلک بل څه انتخاب لري؟


 

ټولنیزې رسنۍ ډېر اوږد تاریخ نلري، مګر په ډېر لنډ وخت کې د خلکو د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د فرینډسټر او مای سپیس په نومونو شبکې لومړنۍ خواله رسنۍ وې چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې یې په فعالیت پیل وکړ ترڅو خلک وکولای شي د دغو شبکو له لارې نوي ملګري پیدا کړي او له یو بل سره په اړیکه کې اوسي.

د ۲۰۰۴م کال په فبرورۍ میاشت کې د فیسبوک ټولنیزه شبکه د مارک زوکربرګ لخوا جوړه شوه.

په پیل کې یواځې د هارورډ پوهنتون زدکړیالانو ورڅخه استفاده کولای شوه، مګر د وخت په تېرېدلو سره عامو خلکو هم کولای شول ترڅو دغه شبکه وکاروي.

له فیسبوک وروسته په ۲۰۰۶ کال کې د ټویټر او په ۲۰۱۰ کال کې د انسټاګرام شبکو په فعالیت پیل وکړ.

نن ورځ د فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او سنپ چټ ترڅنګ، د نړۍ اوسېدونکي یو زیات شمېر نورې خواله رسنۍ کاروي.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ کال کې، ۳.۶ میلیارده کسانو ټولنیزې رسنۍ کارولې.

د فیسبوک خواله رسنۍ تر‌ ټولو زیات کارونکي لري چې شمېر یې شاوخوا ۲.۶ ملیارده کسانو ته رسېږي. اټکل کېږي چې  تر ۲۰۲۵ کال پورې به د ټولنیزو شبکو د کارونکو  شمېر ۴ .۴ میلیارده کسانو ته ورسېږي.

دا او نور مهم معلومات دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now