د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین تطبیق ته یواځې څو اوونۍ پاتې دي، مګر فدرال حکومت د هغو کسانو پېژندلو لپاره غوره لارې چارې لټوي چې واکسین ترلاسه کوي.
د آسټرالیا فدرال حکومت اعلان کړی چې ټولو هغو کسانو ته د کرونا واکسین سند ورکول کېږي چې یاد واکسین ترلاسه کړي ترڅو د کار یا هم د سفر پرمهال ورڅخه کار واخیستلی شي.
د آسټرالیا حکومت د خدماتو وزیر سټوارټ رابرټ وايي چې د اسټرالیا هر وګری به د واکسین له ترلاسه کولو وروسته د دغه واکسین ډیجیټلي یا د کاغذي سند ترلاسه کړي.
ډ آسټرالیا حکومت د آسټرا زنیکا له شرکت سره تړون لاسلیک کړی چې په دغه هېواد کې له تصویب وروسته به شاوخوا ۵۳ ډوزه واکسین له یاد شرکت څخه واخلي. که چېرې دغه واکسین په آسټرالیا کې تایید شي نو ډیری آسټرالیایان به یاد واکسین ترلاسه کړي.
د آسټرالیا حکومت د واکسین جوړولو له دریو شرکتونو څخه ۱۵۰ میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کوي. تېر کال د آسټرالیا حکومت له فایزر شرکت سره د ۱۰ میلیونه ډوزو واکسینو تړون درلوده. مګر څو ورځې وړاندې د آسټرالیا لومړي وزیر اعلان وکړ چې له فایزر شرکت څخه به د ۵ میلیونه نورو کسانو لپآره هم واکسین ترلاسه کړي.
د فایزر او آسټرالیا زینیکا ترڅنګ د آسټرالیا حکومت له نوا وکس امریکایي شرکت سره هم د واکسین ترلاسه کولو تړون لري. مګر د یاد شرکت واکسین تر اوسه د هېڅ هېواد لخوا ندی تصویب شوی
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.





