وزيرستان کې د دوو قومونو ترمينځ شخړه کې لسګونه کورونه سوځول شوي

Wazirstan

Source: Wikipedia

د قبايلو له خيبر پښتونخوا ايالت سره يو ځای کيدو وروسته د خلکو ستونزې څو برابره ډيرې شوي.


سويلي وزيرستان کې قومي شخړو د يوې خوا لسګونه کورونه رنګ او سوځول شوي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، قبايلي سيمو خيبرپښتونخوا ايالت سره يوځای کيدو وروسته قبايلو کې ستونزې ډيرې شوي ځکه حکومت د يادو سيمو خلکو ته عدل نشي رسولی او خلک ځايي جرګو له لاړې خپل ستونزې نشي حل کولی.

سويلي وزيرستان کې د دوو قومونو ترمينځ شخړې وروسته د يوې ډلې سلګونو کسانو د پوليسو او چارواکو مخ ته ګڼ کورونه رنګ کړي.

قرباني شوي خلک وايي، دوی له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه ولې د بريدګرو مخې ته چارواکي او امنيتي کسان بې وسه ول.

د قبايلو اوسيدونکي وايي، د قبايلو له خيبر پښتونخوا ايالت سره يوځای کيدو وروسته ستونزې ډيرې شوي او له خلکو لار ورکه ده چې له کوم ځايه او څنګه مرسته ترلاسه کړي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې پيښې ته کتنه کړې او يو رپوټ لري چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now