پدې مرکه کې:
څنګه خيريه مرستې پيسې بيرته ترلاسه کړئ؟
څومره خيريه مرستو پيسې بيرته ترلاسه کولی شئ؟
له چا سره پيسو مرسته وکړئ ترڅو يې بيرته حکومت څخه ترلاسه کړئ؟
اسټراليا کې د افغانانو او پښتنو په ګډون ګڼ شمير کسان خيريه کارونو لپاره پيسو مرسته کوي. دا خيريه کارونه يا بې وزلو سره مرستې لپاره وي او يا هم ټولنيز او يا مذهبي ادانيو جوړولو لپاره خلک پيسې ورکوي، ولې په زړه پورې داده چې که تاسې راجسټر شوې خيريه موسسې او يا کوم بڼسټ سره نقدي مرسته وکړئ تاسې دا ټولې پيسې د کال اخر کې بيرته ترلاسه کولی شئ.
نصير شفق د ماليې برخې کار پوه او د اسټراليا ماليې اداره کې کار کوي. نوموړي له اس بي اس پښتو خپرونې سره يوازې خپ شخصي نظر شريک کړی او د ماليې ادارې په استازيتوب خبرې نه کوي.
ښاغلی شفق وايي، د اسټراليا ماليې اداره د Deductable Gift recipient يا DGR سيسټم لري چې له مخه يې ټولو هغو اسټراليايانو ته مرسته شوې پيسې بيرته ورکوي کوم چې دوی نورو ادارو سره خيرات يا نورو موخو لپاره مرسته کړې وي.
ښاغلی شفق وايي، که تاسې خپل مرستې يا خيرات DGR راجسټر شوي ادارې ته ورکړی او مرسته مو له ۲ ډالرو ډيره وي نو دا ټول د کال پای کې بيرته ترلاسه کولی شئ.
د نوموړي په وينا، افغانانو او په ځانګړي ډول پښتنو لپاره دا مهمه ده ترڅو د DGR په ارزښت پوه شي او بله خوا مرسته کوونکي او مرسته ټولونکي دواړه کولی شي DGR څخه ګټه ترلاسه کړي.

يعنې عامه وينا ده چې وايي هم خرما او هم ثواب، يعنې داسې خيريه کار لپاره پيسې ورکوئ او بيا د کال پای کې دا پيسې بيرته ترلاسه کوئ.
اسټراليا کې ټولې موسسې کولی شي له TAX office يا ماليې ادارې سره DGR لپاره ځان راجسټر کړي.
موسسې بايد لومړی له Australian charities and Not-for-profits Commission سره ځان راجسټر کړي او بيا له هغې وروسته TAX office ته د DGR application ورکړي.
داچې DGR شرايط کوم دي او څنګه عام خلک او هم موسسې لدې څخه ګټه پورته کولی شي، تاسې د ښاغلي نصير شفق بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.




