د پيښور پوهنتون زده کوونکي وايي چې د استادانو او کار کوونکو تنخوا په وخت نه ورکولو سره ددوی پر زده کړو ناوړه اغيز شيندلې.
زده کوونکي وايي، د پيښور پوهنتون کيدای شي پاکستان کې لومړنی داسې دولتي پوهنتون وي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د پوهنتون يو زده کوونکې راني ګل له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، د پيسو نړيوال صندوق سره پاکستاني حکومت دا ژمنه کړې وه چې نه يوازې د استادانو تنخواوې به په وخت ورکوي بلکې د هغوی تنخواوې به ډيروي ولې تر اوسه داسې ندي شوي.
څه موده وړاندې د پيښور پوهنتون ښځينه زده کوونکو د استادانو لخوا جنسي ځورونې شکايتونه وکړل او حکومت د يادو شکايتونو پلټنې لپاره يو کميسيون هم وټاکه ولې تر اوسه د ياد کميسيون پلټنو پايلې ندي په ډاګه شوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يادې مسلې باندې رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.



