
This article is more than 3 years old
د اسټراليا هيواد منلو دود په پښتو ژبه
د هیواد اعتراف معمولا په یو لړ عامه او خصوصي غونډو کې د پیژندنې یا ښه راغلاست دمخه وړاندې کیږي ، لکه ویناوې او غونډې.
دا د هیواد د دودیزو مالکینو پیژندلو یوه لاره ده چیرې چې هغه غونډه ترسره کیږي.
د اس بي اس آډیو پروګرامونو پيل د اسټراليا اصلي خلکو ياد او هغوی ته درناوي سره پيل کيږي.
موږ د هیواد سره د ابوریجین او توریس سټریټ ټاپو خلکو اړیکې منو، او د پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته يې درناوی کوو.
دا د بومي اسټراليايانو منلو یوه لاره هم ده چې آسټرالیا یوه داسې خاوره ده چیرې چې حاکمیت هیڅکله نه دی سپارل شوی.
د Acknowledgement of Country لپاره کومه ځانګړې کلمه شتون نلري او هرڅوک کولی شي خپل تعبير سره سم يې يادونه وکړي.
هیواد ته ښه راغلاست يا Welcome to Country د دودیزو مالکینو ، یا د ابوریجینل او توریس سټریټ ټاپو خلکو لخوا ويل کيږي ځکه له مخه يې دودیز مالکین اجازه ورکوي چې له خاورې څخه يې ليدنه وشي او پر دې خاورې خلکو ته ښه راغلاست وايي.
