د افغانستان لپاره د عمل ډله (Action for Afghanistan) چې له مخکښو افغان-آسترالیایي فعالینو څخه جوړه ده، یو ځل بیا د آسټرالیا له حکومت څخه غواړي ترڅو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې غواړي له افغانستان څخه وتښتي.
د دغې ډلې لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې آسټرالیا اخلاقي مسئولیت لري ترڅو ژر تر ژره ۲۰ زره اضافي ویزې افغانانو ته ځانګړې کړي.
"آسټرالیا اخلاقي مکلفیت لري ترڅو لږترلږه ۲۰ زره بیړنۍ بشري ویزې سمدستي چمتو کړي."
" حکومت باید هغو مهاجرو ته دایمي ویزې تضمین کړي چې اوسمهال په آسټرالیا کې ژوند کوي او هغو ته د بیا مېشتېدنې زمینه برابره کړي چې په اندونیزیا کې پاتې دي. همدارنګه د کورنۍ د یوځای کیدو په لارو کې ټول ځنډونه او محدودیتونه لرې کړي."

د ۲۰۲۱ کال د آګسټ پر ۱۵ نېټه، د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۰۰۰ وېزې اعلان کړې.
د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې د آسټرالیا د ګډوالو پخواني وزیر الیکس هاک، د افغانانو لپاره د بشردوستانه ویزو شمېر ۱۰۰۰۰ زره ته پورته کړ.
د روان کال په مې میاشت کې د آسټرالیا حکومت د بودیجې د اعلان پرمهال د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۱۶۵۰۰ اضافي بشردوستانه ویزې اعلان کړې.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي آمار ښيي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو د دغو ویزو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي، مګر تر دې دمه یواځې ۶۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.
څو ورځې وړاندې د آسټرالیا حکومت ومنله چې افغانانو ته د بشردوستانه ویزو د توزیع چارې شاته پاتې دي.

