د طالبانو لخوا په عام محضر کې وروستي اعدام، پخواني افغان مهاجر، امین الله یعقوبي ته هغه زړه بوږنونکې خاطره ور په یاد کړې چې ده په خپلو سترګو د طالبانو په پخوانۍ دورې کې لېدلې وه.
ښاغلی یعقوبي وايي، د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې په افغانستان کې د پام وړ ټولنیز او سیاسي بدلونونه تجربه کړي دي.
ښاغلی یعقوبي اوسمهال د آسټرالیا د غېږ نیونې یا ریسټلنک د ملي لوبډلې مرستیال ټرینر دی.

هغه وایي په ۱۹۹۸ کال کې یې د کوچنیو ځوانانو د غېږ نېونې په سیالیو کې ګډون کړی وه، مګر د سیالیو پرمهال طالبان راغلل او دوو کسانو ته یې په عام محضر کې سزا ورکړه.
"طالبانو د غیږ نیونې سیالۍ بندې کړې او دوه کسان یې راوستل، له یوه څخه یې د غلا په تور لاس پرې کړ او بل یې په ډزو وواژه."
"زه او زما ورور دواړه حیرانه وو چې کله چې موږ کور ته ورسېدو، موږ هیڅ شی نشو خوړلی. زما مور وپوښتل چې څه پیښ شوي او کله چې موږ هغې ته وویل، هغې موږ نور هلته له تلو منع کړو."
"کله چې ما [په عام محضر کې د وروستي اعدام] په اړه واورېدل نو ما خپل تلویزیون بند کړ، خو نن سهار مې په ټولنیزو رسنیو کې ولیدل، یو چا زه به فیسبوک کې ټګ کړی یم، ما نه غوښتل چې څه وګورم ځکه چې دا ما ته د تیر وخت یادونه را یادوي."
'اعدام نه حیرانوونکی و'
د آسټرالیا په سېډني ښار کې مېشته افغانه، مریم زاهد وايي، په په عامه محضر کې د طالبانو لخوا د عامو خلکو اعدام نده "حیرانه" کړې.
آغلې زاهد وايي، دا عمل یو عام میتود دی چې دغه ډله یې د خلکو د "کنټرول او خاموشولو" لپاره کاروي.

هغه وايي، دا هغه څه دي چې طالبان په دې توګه پرته له کوم ثبوت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
"طالبانو هېڅکله هم دا اخلاقي مسؤلیت او تعلیمي کچه نه درلوده او نه یې لري چې په سیاسي او ټولنیز ډول فکر وکړي چې د دوی خلکو ته څه ګټه رسوي."
"کله چې دوی ځواب ونه لري او د خلکو هیلې او غوښتنې پوره نه کړي، دوی به یوازې خلک د خاموشولو لپاره وژني."
'د طالبانو عدالت ګړندی او ړوند دی'
په آسټرالیا کې د افغانستان پخوانی ډېپلوماټ، فضل ګټوازی وايي، د طالبانو قضايي تاریخ ته په کتو سره پدې باور ده چې په فراه ولایت کې وروستۍ علني محکمه هم نیمکړې او چټکه ده.
"په افغانستان کې د طالبانو تير صحرايي قضايي تاريخ ته په کتو فکر کوم دا اوسنۍ علنې محکمه هم را ته د سمې او روڼي قضايي پروسې له پلوه نيمګړې، چټکه او ړنده ښکارې."
"زما په نظر، طالبان په ځاي د دې چې دوو سترو ننګونو ته ځواب ووايي او ورته لومړيتوب ورکړې چې هغه عبارت د نړيوال ډيپلوماټیک رسميت او د فقر سره مبارزه ده. په غيرې ضروري شيانو کې یې ځانونه بوخت ساتلي دي."

" د جينکيو په مخ د پوهنې د دروازو تړل او همداراز علنې محکمی به دوي په نړيواله کچه لا زيات تجرید او بدنام کړي."
"په نړيوال کلې کې د بشري حقونو د مدافع هېواد او د بشري حقونو نړيوالې اعلاميي ته د ژمن هېواد په توګه د اسټراليا حکومت بايد په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل نړيوال ملګري دي ته اړ کړې ترڅو په طالبانو او د هغوي په ملاتړو سياسي او ډيپلوماټیک فشارونه زيات کړي ترڅو په راتلونکې کې د همداسې ناوړو علنې او صحرايي محکمو څخه افغانستان او نړۍ وژغورل شې."

