د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له لوري د نومول شوي ډيپلوماټ "د منلو نیت" نه لري

په آسټرالیا کې د افغانستان د سفیر او د سفارت د راتلونکې په اړه د یو شمېر رسنیو له راپورونو وروسته، د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې "په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت پرانستی پاتې دی" او دوی د جمهوریت له سفیر وحیدالله ویسي سره همکارۍ ته "ارزښت" ورکوي.

Afghan embassy.png

Afghanistan embassy in Canberra. Credit: SBS Pashto/Mujeeb Muneeb

د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه، د آسټریلین ورځپانې په یوه راپور کې راغلي و چې د آسټرالیا حکومت د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی چې د هغه اعتبارنامه به له فبرورۍ وروسته تمدید نه شي چې له دې سره د سفارت راتلونکې په شک کې اچول شوې ده. له دې راپور وروسته، یو شمېر افغاني رسنیو هم دغې موضوع ته پوښښ ورکړی و.

د آسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي چې په دغه هېواد کې د افغانستان د جمهوریت سفارت تر اوسه خلاص ده او دوي د طالبانو د ډيپلوماټانو د منلو اراده نه لري.

هغه ویلي: "په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت پرانستی پاتې دی او موږ له سفیر ویسي سره خپلې همکارۍ ته ارزښت ورکوو."

"آسټرالیا طالبان د افغانستان د خلکو مشروع استازي نه ګڼي او د طالبانو له لوري د نومول شوي ډيپلوماټ د منلو کوم نیت نه لري."

"د آسټرالیا د پاسپورټ دفتر او د کورنیو چارو وزارت له هغو کسانو سره مرستې ته دوام ورکوي چې د سفر اسنادو ته اړتیا لري یا د ویزې او تابعیت د غوښتنلیکونو د سپارلو هڅه کوي."

"د حکومت تمرکز په آسټرالیا کې د افغان اتباعو او د افغانستان د خلکو ملاتړ باندې دی."
هغه کسان چې غواړي د ویزې او تابعیت غوښتنلیکونه وسپاري، هڅول کیږي چې د اړینو اسنادو د جزیاتو لپاره د کورنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي، د بیلګې په توګه د پاسپورټ، نکاح خط یا د هویت د نورو اسنادو په اړه.

که چیرې یو کس د ویزې یا تابعیت غوښتنلیک لپاره د افغانستان د حکومت لخوا صادر شوي اصلي اسناد نشي ترلاسه کولی، دوی کولی شي د کورنیو چارو په ویب پاڼه کې د افغانستان لپاره د اړیکې فورمه ډکه کړي: د افغانستان لپاره د اړیکې فورمه (Contact form for Afghanistan).
په آسټرالیا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت په دې اړه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د خپرو شویو راپورونو په اړه "بشپړه خبرتیا لري".

سفارت لیکلي چې "د هغه تاریخي او ملي امانت په دوام چې د افغانستان خلکو په دې نمایندګۍ ایښی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر په رسمي توګه د آسترالیا حکومت ته څرګنده کړې چې خپلې ديپلوماتیکې دندې او مسؤولیتونه به د ۱۹۶۱ کال د دیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون، د ۱۹۶۳ کال د قونسلي اړیکو د کنوانسیون او د منل شویو دیپلوماتیکو پروتوکولونو او حقوقي اصولو له مخې، په عادي ډول او پرته له هېڅ ځنډه پر مخ وړي."

"د سفارت د تړل کېدو او یا د دې نمایندګۍ د ختمېدو هېڅ پلان، نیت او یا پرېکړه نه شته. دا نمایندګي، د خلکو د اړتیاوو، دردونو او هیلو په درک سره، خپل مسؤولیتونه په بشپړ تعهد تعقیبوي تر څو د افغانانو غږ چوپ نه شي او اړینې خدمات همداسې دوام وکړي."

"سفارت د آسترالیا د هر اړخیزې همکارۍ مننه کوي او په دې باور دی چې د آسترالیا ملاتړ به د افغان ولس په دې سختو شرایطو کې همداسې دوام وکړي."
طالبان له څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي. که څه هم طالبان له يو شمېر هېوادونو سره تعامل او ډيپلوماټيکې اړيکې لري، خو له روسیې پرته تر اوسه بل هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.

طالبان هڅه کوي نور هېوادونه هم وهڅوي چې د دوی واکمني په رسمیت و پېژني.

د روان کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اس بي اس پښتو سره په مرکې کې ویلي و چې "په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت" او "په کابل کې د آسټرالیا سفارت" باید بېرته فعاله شي.

"موږ له آسټرالیا سره اړیکو ته اهمیت ورکوو. له دې هېواد سره، د آسټرالیا له ملت سره او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره ښې اړیکې غواړو او په آسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته باید قونسلي خدمات په مسئولیت سره وړاندې شي."

"د آسټرالیا له حکومت نه موږ دا غواړو چې په لومړي فاز کې د روابطو لپاره حد اقل لومړنۍ دروازه خلاصه کړي او قونسلي خدماتو ته په هغه هېواد کې اجازه ورکړي."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

5 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service