پاکستان ته کډه شوي افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه لري

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، د رسنیو په زرګونو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، په سلګونو نور له هېواده وتلي او هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي له سختو ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

WhatsApp Image 2022-12-27 at 11.09.46 PM.jpeg

پاکستان ته کډه شوي افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د دوي غږ واوري. Credit: Supplied

د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته، یو زیات شمېر خبریالان او د بشري حقونو فعالان پاکستان ته تللي، ترڅو له هغه ځای څخه وکولای شي لویدیځو هېوادونو ته ولاړ شي.

سره لدې چې د جمهوریت له سقوط وروسته یو زیات شمېر خبریالان او د بشري حقونو فعالان په لویديځو هېوادونو کې مېشت شوي، مګر یو زیات شمېر لا تراوسه پاکستان کې پاتې دي.

پاکستان ته کډه شوي افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د دوي غږ واوري.

Afghan media workers in Pakistan
Credit: Suppli

په هغه اعلامیه کې چې د افغان خبریالانو او بشري حقونو فعالانو لخوا خپره شوې، راغلي چې دوي د ډسمبر د میاشتې پر ۲۱ نېټه، د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې "د اعتراض په توګه" را ټول شوي وه ترڅو نړیواله ټولنه له یاد هېواد څخه د افغان خبرلایانو او بشري حقونو فعالانو "د اېستلو برخه کې لاس په‌کار شي".

موږ افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان چې له څه باندې یوه کال راهیسې پاکستان ته کډوال شوي یوو، دلته نه یوازې خپلو لومړنیو حقونو ته .لاسرسی نه لرو، بلکې نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه امریکا، کاناډا او نورو هېوادونو هم هېر کړي یوو

"دغو هېوادونو له موږ سره پر کړیو ژمنو چې ویل یې، له پاکستان نه به مو خپلو هېوادونو ته لېږدوي، عمل نه دی کړی او همدا لامل دی چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره سره لا هم بې‌برخلیکه یوو."

د افغان خبریالانو او بشري حقونو فعالانو په اعلامیې کې راغلي چې، دوي په پاکستان کې له ستونزو سره مخ دي او هلته سختې شپې او ورځې تېروي.

"افغان کډوال، په تېره خبریالان او د بشري حقونو فعالان په پاکستان کې سختې شپې او ورځې تېروي؛ د حکومت له لوري را باندې په بېلابېلو پلمو فشارونه راوړل کېږي."

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم زموږ دوسیې نه څېړي او نه راسره نورو هېوادونو ته د تګ برخه کې همکاري کوي.

"موږ له دغې کمېشنرۍ څخه غواړو چې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو دوسیې په جلا او ځانګړي ډول وڅېړي او هم راسره په پاکستان کې د خوندي اوسېدو برخه کې مرسته وکړي."

Afghan media workers in Islamabad
.پاکستان ته کډه شوي افغان خبریالان او د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه لري Credit: Supplied

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now