په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په ګډه اعلامیه کې ویلي چې په کنبرا کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې نېټې وروسته ځنډول کېږي.
اعلامیه زیاتوي: "سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لهخوا د کابل له نیولو راهیسې په اسټرالیا کې د افغان ټولنې خدمت ته دوام ورکړی دی."
"د روانو حالاتو په رڼا کې، د اسټرالیا د حکومت لخوا له هڅول شویو مشورو او د هغو محدودیتونو په شرایطو کې چې د سفارت له کنټروله بهر دي، د هغو اندیښنو په پام کې نیولو سره چې وضعیت نشي کولی په تلپاتې ډول دوام ومومي، موږ خبر ورکوو چې د سفارت فعالیتونه به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰ وروسته وځنډول شي."
"د اسټرالیا حکومت د طالبانو لخوا د ټاکل شوي ډیپلومات، افتخاري قونسل یا بل استازی د منلو نیت نلري."
د جون له ۳۰مې نېټې وروسته به د اسټرالیا حکومت د کوربه هېواد په توګه د سفارت د احاطې، شته ملکیت او ارشیفونو ساتنه وکړي.
د استرالیا حکومت د افغانستان له سفیر ښاغلي وحیدالله ویسي څخه د وقف شوي خدمت لپاره مننه کړې.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت هم د اسټرالیا له حکومت څخه "د بشري حقونو د سختو سرغړونو او د نړیوالو قوانینو" د نه مراعاتولو لپاره د طالبانو مسئول ګنلو، د افغانستان د خلکو له اصولي ملاتر، بشري مرستو او له افغان استرالیايي ټولنې سره د ښکیلتیا لپاره مننه کړې ده.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي او طالبان د افغانانو د مشروع استازو په توګه نه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې د اسټریلین ورځپانې په یوه خبر کې راغلي وو چې د اسټرالیا حکومت د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی چې د هغه اعتبارلیک به د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ وروسته تمدید نه شي.
د دغه خبر له خپرېدو وروسته، په کنبرا کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و چې "د سفارت د تړل کېدو او یا د دې نمایندګۍ د ختمېدو هېڅ پلان، نیت او یا پرېکړه نه شته."
سفارت لیکلي وو: "د هغه تاریخي او ملي امانت په دوام چې د افغانستان خلکو په دې نمایندګۍ ایښی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر په رسمي توګه د آسترالیا حکومت ته څرګنده کړې چې خپلې ديپلوماتیکې دندې او مسؤولیتونه به د ۱۹۶۱ کال د دیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون، د ۱۹۶۳ کال د قونسلي اړیکو د کنوانسیون او د منل شویو دیپلوماتیکو پروتوکولونو او حقوقي اصولو له مخې، په عادي ډول او پرته له هېڅ ځنډه پر مخ وړي."
" دا نمایندګي، د خلکو د اړتیاوو، دردونو او هیلو په درک سره، خپل مسؤولیتونه په بشپړ تعهد تعقیبوي تر څو د افغانانو غږ چوپ نه شي او اړینې خدمات همداسې دوام وکړي."
"سفارت د آسترالیا د هر اړخیزې همکارۍ مننه کوي او په دې باور دی چې د آسترالیا ملاتړ به د افغان ولس په دې سختو شرایطو کې همداسې دوام وکړي."
فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

