په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، د آسټرالیا حکومت یو زیات شمېر افغانان آسټرالیا ته راوستل، مګر یو شمېر هغه افغانان تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي چې په دغه هېواد کې یې له آسټرالیایانو سره کار کړی.
آدم یو له هغو کسانو څخه دی چې په افغانستان کې یې له آسټرالیایانو سره کار کړی. هغه وايي، مینه یې درلوده ترڅو له آسټرالیایانو سره کار وکړي، دوی یې ملګري ګڼل او دوی سره یې په نظامي اډه کې کریسمس لمانځه.

هغه وايي: "موږ په افغانستان کې له آسترالیايي پوځیانو سره کار وکړ. هغوی مهربانه او ښه خلک وو. هو، هغه عسکر مې خوښ شول چې ما په افغانستان کې ورسره کار کاوه."
"موږ په هر ځای کې له خطر سره مخ یو. موږ پدې وضعیت کې ویره لرو ځکه د آسټرالیا له پوځ سره مو کار کړی ."
"څو ځله زه اسلام اباد او د آسټرالیا سفارت ته ورغلم، خو د ننوتو اجازه یې رانه کړه."
په ۲۰۱۷ کال کې د یوه آسټرالیايي همکار په هڅونه، آدم خپل غوښتنلیک د بشردوستانه ویزې لپاره افغان لي (Afghan LEE) ته سپارلی. مګر د دفاع وزارت د هغه غوښتنليک رد کړی، او لامل يې نه دی روښانه کړی.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، هغه د طالبانو له ډاره د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی او اسلام آباد ته تللی. نوموړی اوسمهال په اسلام آباد کې د آسټرالیا له سفارت څخه د مرستې په تمه دی.
د آسټرالیا د پوځ پخوانی کپټان، جیسن سکینز وايي، لا تر اوسه زیات شمېر خلک په افغانستان کې پاتې دي.
"زما مطلب دا دی چې لاهم ډیر خلک پاتې دي. او دا د کیسې واقعیاً غمجنه برخه ده."
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې راغلي چې فدرالي حکومت د مرستې لپاره چمتو دی.
"دولت ژمن دی ترڅو له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې یې د آسټرالیا د ماموریت ملاتړ کړی."
* آدم یو مستعار نوم دی، اس بي اس نیوز د امنیتي ستونزو له امله نشي کولای د هغه اصلي نوم له تاسو سره شریک کړي.

