د آسټرالیايي ځواکونو هغه پخوانی ترجمان وپېژنئ چې له دوو بریدونو ژوندی وتلی

د آسټراليایي ځواکونو پخوانی ترجمان فرید رحمن په افغانستان کې له دوو بریدونو څخه ژوندی وتلی، مګر له آسټرالیایانو سره کار د هغه د کورنۍ ژوند په خطر کې اچولی دی.

Farid Raman and Hugh Poate met for the first time at the Australian War Memorial in Canberra.

د آسټرالیايي ځواکونو پخواني افغان ترجمان، فرید رحمن په افغانستان کې د ژول شوي آسټرالیایي سرتیري له پلار هیو پوټ سره په کانبرا کې وکتل. Source: SBS

فرید رحمن د خپلې کورنۍ مشر زوی دی. هغه په ۲۰۱۱ کال کې په دې هیله له آسټرالیايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه دنده پیل کړه ترڅو د خپلې کورنۍ مالي ملاتر وکړي.

د دندې پرمهال نوموړی له زیات شمېر ستونزو سره مخ شوی، په ځانګړې توګه دوه ځله له وسله وال برید څخه ژوندی وتلی.

فرید د لومړي ځل لپاره اس بي اس پښتو راډیو ته د هغه برید په اړه کیسه کړې په کوم کې چې درې تنه آسټراليايي سرتیري او یو ژباړونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ، مګر نوموړی په یاد برید کې ټپي شو.

'لومړی برید'

فرید وايي چې د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر پر ۲۹ نېټه د سهار شاوخوا ۹ بجې او ۱۵ دقیقې وې چې د ملي اردو د یوه سرتیرې لخوا پر آسټرالیایي‌ ځواکونو ډزې وشوې.

" اول قطار کې آسټرالیايي عسکر ولاړ وه، دویم قطار کې مونږ ولاړ وه او دریم قطار کې د دوي ملکي کارمندان ولاړ وه."

"د ملي اردو یو غړی راغی چې په لاس کې یې سلاح وه، په مونږ یې بریدونه شروع کړه"

Farid Raman joined an interpreter hire company in 2010 before he started working alongside Australian forces.
فرید رحمن په افغانستان کې د ندې پرمهال Credit: Farid Raman

فرید وايي، د دغې کیسې بیان یې هره لحظه هغې صحنې ته وړې چې په هغې کې ټپي شوی او ناوړه اغېزه پرې کوي.

هغه وايي په یاد برید کې یې خپل ملګری او همکار فهیم هم له لاسه ورکړ.

" زما هر یو شی په یاد ده. په هغه صحنه کې چې دا هلک [برید کوونکی] څرنګه تر هغه ځایه پورې راغی."

"زما یو همکار وه، زما ملګری وه، دهغه نوم فهیم وه. فهیم مو په دغه برید کې له لاسه ورکړ، څو تنه آسټرالیایي سرتیري مو هم له لاسه ورکړه. "

"یو څو کسان فکر کوم چې زخمیان شوه چې یو زه وم"

"هر یوه ژړل، هر یوه چغې وهلې او ټول یرېدلي وه."

'دویم برید'

له روغېدو څو میاشتې وروسته، ښاغلی رحمن بېرته خپلې دندې ته ستون شو چې په اروزګان کې دویم برید پرې وشو.

"ما نه غوښتل چې تسلیم شم، ځکه هغه هلکان ... هغه خلک ډیر ښه وو."

"زما اندیښنه دا وه ... زه باید خپل ملګري شاته پری نږدم. او ما دوی نه پریښودل."

"زما دوي یادېدل، باید بېرته هلته تللی وم."

Farid Raman as an interpreter assisting Australian forces in Afghanistan.
فرید رحمن له آسټرالیايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کاوه. Credit: Farid Raman

'د وژل شوي آسټرالیايي سرتیري له پلار سره لیدنه'

په افغانستان کې یو تن وژل شوی، آسټرالیایی سرتیری رابرټ پویټ نومیده چې فرید رحمن ورڅخه په ښه نوم یادونه کوي.

فرید له رابرټ پویټ څخه د یوه داسې کس په توګه یاونه کوي چې د خپلو ملګرو لپاره دېر وړاندې ته.

فرید وايي: "هغه په زړه پوری وه"

"موږ په حقیقت کې د (آسټرالیا) ټیم سره ښه ملګري وو. موږ د یو بل نومونه پیژندل."

شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې فرید د آسټرالیا په پلازمینې کانبرا کې د رابرت پویت له پلار سره د لومړي ځل لپاره وکتل.

د وژل شوي آسټرالیايي سرتيري پلار هیو پوټ له فرید سره د لیندې پرمهال له نوموړې څخه مننه وکړه او ویې ویل:

"تاسو خپل ژوند په خطر کې واچاوه - د دې لپاره مننه."

"ما د هغه سرتیري سره خبرې وکړې چې د رابي تر څنګ ناست و کله چې هغه ووژل شو، او هغه وویل چې ستاسو څخه مننه کوم."

Hugh Poate meeting Farid Raman for the first time at the Australian War Memorial in Canberra.
د وژل شوی آسټرالیايي ترجمان پلار، هیو پوت له پخواني افغان ترجمان فرید رحمن سره په کانبرا کې Source: SBS

فرید رحمن له ستونزو او کړاونو وروسته، اوسمهال په آسټرالیا کې ژوند کوي، مګر د خپلې کورنۍ د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښمن دی ځکه له آسټرالیايي ځواکونو سره د کار له امله اوس د هغه کورنۍ له خطر سره مخ ده.

ښاغلى رحمن وايي، کورنۍ يې د خپلې ستونزې پړه پر ده اچوي ځکه چې له آسټراليايي ځواکونو سره يې کار د دوى ژوند په خطر کې اچولى دى.

فرید د خپلې کورنۍ غړو ته د بشردوستانه ویزو غوښتنه کړې، مګر کارونه یې ډېر لږ پر مخ تللي دي.


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Rashida Yosufzai

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now