'میټرکس په ما برید وکړ': انډریو ټېټ به د ۳۰ ورځو لپاره په زندان کې پاتې شي

تېره ورځ انډریو ټېټ او د هغه ورور په رومانیا کې د انساني قاچاق، جنسي تیري او سازمان شویو جرمونو په تور و نیول شول.

A collage of a bald man talking in a camera, posing next to a car, and holding a machete.

Andrew Tate has ignited concern in the community for the content he is sharing online. Credit: TikTok/Instagram @CobraTate

تېره ورځ انډریو ټېټ او د هغه ورور په رومانیا کې د انساني قاچاق، جنسي تیري او سازمان شویو جرمونو په تور و نیول شول.

په رومانیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې ترڅو د ۳۰ ورځو لپاره په زندان کې پاتې شي.

له دغې پېښې وروسته د انډریو ټېټ له ټويټر پاڼې څخه یو ټویټ شوی او د ۱۹۹۹ کال د مېټرکس (Matrix) په نوم امریکايي فلم ته یې اشاره کړې او لیکلي یې دي چې میټرکس خپل استازي را لېږلي دي.

"میټرکس په ما برید وکړ"

پخوانی مسلکي کیک باکسر انډریو ټېټ، اوسمهال په ټولنیزو رسنیو کې یوه پېژندل شوې څېره ده

د انډریو ټېټ ورور، د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې تر جنایي تحقیقاتو لاندې وه. دوی له څه ویلو ډډه کړې، خو وکیل یې تایید کړې چې دوي نیول شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې د یو شمېر رسنیو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا داسې معلومات خپار شوي وه چې نوموړی مسلمان شوی دی.

90.webp
پخوانی مسلکي کیک باکسر انډریو ټېټ، اوسمهال په ټولنیزو رسنیو کې یوه پېژندل شوې څېره ده Credit: Twitter / Andrew Tate

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now