انډریو ټېټ او د هغه ورور په رومانیا کې د انساني قاچاق، جنسي تیري او سازمان شویو جرمونو په تور نیول شوي دي.
پخوانی مسلکي کیک باکسر انډریو ټېټ، اوسمهال په ټولنیزو رسنیو کې یوه پېژندل شوې څېره ده
نوموړی اوسمهال شاوخوا ۳۶ کال عمر لري او د امریکا په واشنګټن ډي سي کې پیدا شوی.
لا ډېر ولولئ

سیډني تندر د فضل الحق فاروقي قرار داد لغوه کړ
د انډریو ټېټ ورور، د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې تر جنایي تحقیقاتو لاندې وه. دوی له څه ویلو ډډه کړې، خو وکیل یې تایید کړې چې دوي نیول شوي دي.
د رومانیا څارنوالانو ويلي: "څلور شکمن کسان ... داسې بریښي چې د جرمونو یوه منظمه ډله یې جوړه کړې وه چې هدف یې د ښځو استخدام، کور ورکول او استحصال وه چې په جبر سره لوڅ فلمونه تولید کړي ترڅو د لګښت په بدل کې په ځانګړو ویب پاڼو کې ولیدل شي."
"دوی به د پام وړ پیسې ترلاسه کړي وي."
څارنوالانو ویلي چې دوي شپږ ښځې موندلې چې د شکمنو کسانو لخوا ورڅخه جنسي ګټه پورته شوې. ښاغلي ټیټ ویلي دي چې ښځې د جنسي تیري په برخه کې تر یوې اندازې پورې مسؤولې دي او په نارینه وو پورې اړه لري.
څو اوونۍ وړاندې د یو شمېر رسنیو او ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا داسې معلومات خپار شوي وه چې نوموړی مسلمان شوی دی.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول


