سیډني تندر د فضل الحق فاروقي قرار داد لغوه کړ

سیډني تندر تر اوسه د هغه د ځای ناستي لوبغاړي په اړه پریکړه نه ده کړې.

6160CBDB-45B3-4D12-B0D3-77A207DE4AD9.jpeg

سیډني تندر تر اوسه د هغه د ځای ناستي لوبغاړي په اړه پریکړه نه ده کړې. Credit: Facebook /Fazalhaq Farooqi

د سیډني تندر لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې سیډني تندر د پنجشنبې په ورځ له یوې پیښې وروسته د فاروقي د چلند په اړه شکایت ترلاسه کړ او موضوع یې د تحقیقاتو لپاره د آسټرالیا کرېکټ بورډ ته راجع کړه.

د تحقیقاتو له اوریدلو او د کمیشنر لخوا د پریکړې له اعلان وروسته، تندر پریکړه وکړه چې د هغه قرارداد لغوه کړي.

په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې ټولو اغیزمنو اړخونو ته د ملاتړ وړاندیز شوی.

د نیو ساوت وېلز ایالت د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر، لي ګرمون ویلي چې د فاروقي د چلند له امله د هغه تړون لغوه شوی.

"د فضل الحق فاروقي چلند زموږ له ارزښتونو بهر وه او پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي."

"زموږ تمرکز اوس د دې پیښې اغیزمنو کسانو ته د اړینې مرستې چمتو کول دي."

سیډني تندر تر اوسه د فضل الحق فاروقي د چلند په اړه جزیات ندي شریک کړي.

پدې اړه نور معلومات وروسته خپرېږي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now