'د تاریخ تر ټولو ګران بیه نړیوال جام': په قطر کې د فوټبال له نړیوال جام څخه فیفا څومره پیسې ګټلي دي؟

Football/ 2022 FIFA World Cup in Qatar

د قطر هېواد په دوحې ښار کې د لوسېل لوبغالی، چېرته چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام وروستۍ لوبه ترسره شوه. Credit: KEITA IIJIMA/The Yomiuri Shimbun via AFP

د فوټبال د تنظیم نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې قطر هېواد نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره شاوخوا ۲۲۰ میلیارده ډالر مصرف کړي چې دا د فوټبال په سیالیو کې ترټولو لوړ لګښت ده.


مهم ټکي:
  • قطر هېواد نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره شاوخوا ۲۲۰ میلیارده امریکايي ډالر مصرف کړي.
  • د فوټبال نړیوال فدراسیون د قطر له نړیوال جام څخه ۷.۵ میلیارده امریکایي ډالر ګټلي دي چې د تېر نړیوال جام په پرتله زیاتوالی ښيي.
  • د ۲۰۲۲ نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته ۴۲ میلیونه ډالره جایزه ورکول کېږي.
  • د نړیوالو سیالیو له پیل څخه تراوسه پورې برازیل ۵ ځله، جرمني ۴ ځله، ایتالیا هم ۴ ځله، ارجیټاین ۳ ځله او فرانسې دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.
د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه د دوحې ښار په لوسېل (Losail) لوبغالي کې د فرانسې او ارجنټاین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ارجینټاین د پایلوبې له ګټلو سره نړیوال جام د درېیم ځل لپاره وګاټه.

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روان کال د نومبر د میاشتې په ۲۰ نېټه پیل شوې چې د ډیسمبر د میاشتې تر ۱۸مې نېټې یې دوام درلود.

په قطر کې د نړیوال جام د ترسره کېدو په اړه په نړیوالو رسنیو کې بېلابېل بحثونه وه، یو بحث داوه چې قطر د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره میلیاردونه ډالر مصرف کړي دي.
قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام لپاره څومره پیسې مصرف کړي؟

د فوټبال د تنظیم نړیوالې ادارې لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې قطر نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره شاوخوا ۲۲۰ میلیارده ډالر مصرف کړي چې دا د فوټبال په سیالیو کې ترټولو لوړ لګښت ده.

په ۲۰۱۰ کال کې تایید شوه چې د ۲۰۲۲ کال سیالۍ به په قطر هېواد کې ترسره شي، له تایید وروسته یاد هېواد د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی پیل کړ او ۱۲ کاله وخت یې ونیوه ترڅو کارونه بشپړ شي.

قطر د ۲۰۲۲ نړیوالو سیالیو لپاره ۸ نوي لوبغالي، یو د مېټرو سټیشن او یو نوی ښار جوړ کړی.
A computer-generated image of one of Qatar's planned stadiums
A computer-generated image of one of Qatar's planned stadiums Source: AAP
د فوټبال نړیوال فدراسیون څومره پیسې ګټلي؟

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د قطر له نړیوال جام څخه ۷.۵ میلیارده امریکایي ډالر ګټلي دي چې د تېر نړیوال جام په پرتله زیاتوالی ښيي.

له قطر مخکې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روسیې کې ترسره شوي، د یاد نړیوال جام په پرتله د روان کال په نړیوال جام کې فیفا ۱ میلیارد ډېرې پیسې ګټلي دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون دغه پیسې د خپلو لګښتونو لپاره کاروي د بېلګې په توګه، د کوربه هېوادونو تنظیم کونکو کمیټو او ګټونکو لوبډلو ته پیسې ورکوي، د لوبغاړو او کارمندانو د سفر او استوګنې د ځای لګښت هم د فیفا پر غاړه دی.

د فوټبال نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال سیالۍ په امریکا، کانادا او مکسیکو هېوادونو کې ترسره کېږي. فیفا تمه لري ترڅو راتلونکي جام کې د دوي عاید ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
کټونکې لوبډلې ته څومره جایزه ورکول کېږي؟

د فوټبال نړیوال فدراسیون، د روان کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته ۴۲ میلیونه ډالره جایزه ورکول کېږي.

د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته ۳۸ میلیونه ډالره جایزه ورکړل شوې وه.

په ۲۰۱۴ کال کې ګټونکې لوبډلې ته ۳۵ میلیونه، په ۲۰۱۰ کال کې ۳۰ میلیونه، په ۲۰۰۶ کال کې ۲۰ میلیونه او په ۲۰۰۲ کال کې ګټونکې لوبډلې ته ۸ میلیونه ډالره جایزه ورکړل شوې.
کوم هېواد تر ټولو زیات نړیوال جام ګټلی دی؟

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰م کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روسیې او د ۲۰۲۲ کال سیالۍ په قطر هېواد کې ترسره شوې.

د برازیل لوبډلې د فوټبال جام اتلولي تر ټولو زیاته په خپل نوم ثبت کړې.

د نړیوالو سیالیو له پیل څخه تراوسه پورې برازیل ۵ ځله، جرمني ۴ ځله، ایتالیا هم ۴ ځله، ارجیټاین ۳ ځله او فرانسې دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service