د توکیو په المپیک سیالیو کې د افغانستان د ډلې غړې کیمیا یوسفي او د آسیا د تکواندو مډال ګټونکی احمد عباسي د هغو ۳۱ کسانو په ډله کې دي چې د استرالیا د المپیک کمېټې په مرسته آسترالیا ته راوستل شوي دي.
د اسټرالیا د المپیک کمیټه وايي، د کابل له سقوط راهیسې په ۱۲ میاشتو کې یې له افغانستانه د المپیک د پنځو هغو کورنیو ۳۱ غړي چې د طالبانو تر جدي ګواښ لاندې وو، ایستلي دي.

د آسټرالیا د المپیک ملي کمېټه وايي چې د ۵ لوبغاړو د کورنۍ غړي لومړی دریم هېواد ته او له هغه ځای څخه د کورنیو چارو وزارت په مرسته آسټرالیا ته راوستل شوي دي.
د دې کمېټې مسوولین وايي، کله چې دغه کورنۍ له افغانستانه بهر وې او خپلو ویزو ته په تمه وې، له دوی سره یې مالي او نورې اړینې مرستې کړي.
آغلې یوسفي چې دوه ځلې یې په المپیک سیالیو کې برخه اخیستې، وايي چې غواړي د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې د دریم ځل لپاره د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
هغه وايي: "زه به ډېر سخت تمرین وکړم او پاریس ته تلل به ډېر په زړه پورې وي."
"زه به خامخا په هغو سیالیو کې ګډون کوم."
نوموړی د تېر کال د توکیو په المپیک سیالیو کې د افغانستان له هغو پنځو استازو څخه و، چې په ۱۳.۲۹ ثانیو کې یې د ۱۰۰ مترو واټن په وهلو سره د خپل هېواد د تر ټولو چټک ځغاستې لقب ترلاسه کړ.

آغلې یوسفي، آسټرالیا ته د راتګ پرمهال د دغه هېواد له حکومت او د المپیک له ملي کمېټې مننه کړې. هغه هيله لري چې حکومت به يې د کورنۍ د پاتې غړو د راتګ زمينه هم برابره کړي.

